نظــر

اسلامي نظام د ټولو په خیر دی، حتی د نامسلمانو / زخمي افغان

زخمي افغان

نړۍ د تهذیبونو او افکارو د ټکر له مرحلې تیریږي،په دې بهیر کې یو لوی مبحث د اسلامي نظام د اعادې او د اسلامي حاکمیت د هیرې شوې فریضې د راژوندي کولو دی. په ګڼو هیوادونو کې د اسلامي نظامونو د اعادې لپارې سړې او تودې مبارزې روانې دي. خو نړیوال کفار که تر خپل منځ هر څو سره غوښه او چاړه دي مګر یو حد مشترک او د اتفاق نقطه لري او هغه دا چې د اسلامي حاکمیت یا سیاسي اسلام په وړاندې ټول سره یو لاس او تر وروستۍ کچې په دښمنانه او بدبینانه موقف کې دي.

د اسلامي نظام په خلاف په نړیواله کچه پراخ تبلیغات شوي او لا هم روان دي. کفار خو هسې د اسلام دښمنان دي حتی په مسلمانانو کې اوس دې فکر ځای نیولی چې د اسلامي نظام په ځای د غریب لیبرال نظامونه د بشر د هوساینې لپاره ګټور بولي. خو حقیقت دادی چې په عملي ډګر کې اسلامي نظام هغه پدیده ده چې د بل هر نظام په پرتله په کې د بشریت حقوق ښه ثابت او تسجیل شوي او هر حقدار ته یي خپل حق په ښه طریقه ثابت کړی دی.

راځئ یوې بیلګې ته ځیر شو.

همدا نن مې په افغانستان کې د غیرمسلمو اقلیتونو لکه هندوانو او سیکانو د وضعیت په اړه یو تحقیقاتي راپور لید. په راپور کې په تیرو څلویښتو کلونو کې ددې نامسلمانو اقلیتونو په وضعیت پلټنه شوې وه او له هغوی څخه پوښتل شوي و.

له راپور څخه په څرګنده معلومیده چې دغه نامسلمان اقلیتونو په تیرو څلویښتو کلونو کې د کمونیزم او دموکراسۍ په نوم نظامونو تر وروستۍ کچې ځپلي او د هیواد پریښودو ته اړ کړي، مګر هغه یوازینی نظام چې دوی ترې خوشاله وو او ددوی حقوق یي محفوظ ساتلي و د طالبانو اسلامي امارت و چې نه خو په کې د غیرمسلمو اقلیتونو ځمکې،مالونه او ملکیتونه غصب شوي او نه هم ورباندې چا د لاس پورته کولو جرأت کړی و.

په افغانستان کې د هندوانو او سیکانو د ټولنې د معلوماتو او پلټنو له مخې د ثور له انقلاب وړاندې په دې هیواد کې ۲۲۰ زره تنه هندو او سیک ذمیان اوسیدل. خو د کمونیستي واکمنۍ په اوږدو او کورنیو جګړو په پړاو کې زیات شمیر له هیواد څخه تیښتې ته اړ شول او یوازې ۱۵ زره هندوان او سیکان په افغانستان کې پاته شول.

کله چې اسلامي امارت د قدرت واګې په لاس کې اخیستې نو په افغانستان کې ۱۵ زره هندو او سیک اقلیتونو اوسیدل چې د طالبانو دواکمنۍ تر پایه دا شمیر کم نه شو بلکې پیوسته د زیاتېدو په حال کې و،ځکه ددې اقلیتونو سر او مال خوندي وو او کوم ظالمانه چلند ورسره نه کیدو. خو د حامدکرزي په مشرۍ د دموکراتیک نظام له راتلو سره یو ځل بیا ددې نامسلمانو اقلیتونو په مالونو او ملکیتونو باندې چور ګډ شو. له همدې امله د حامدکرزي د واکمنۍ په دوره کې ۱۳ زره هندوان او سیکان له هیواده په تیښته اړ شول او یوازې دوه زره پاته شول.

هندوان او سیکان وایي چې د اشرف غني په دوره کې هم د حکومتي زورورو لخوا ددوی په جایدادونو چور ګډ دی له همدې امله په یوشمیر ولایاتو کې د دوی ټول ملکیتونه غصب شوي او دوی د هیواد پریښودو ته اړ شوي. په دې ډول همدا اوس په افغانستان کې یوازې ۱۳۵۰ تنه هندو او سیک اقلیت سره تړلي کسان شتون لري او هغوی هم چې حتی د مړو هدیرې او د عبادت ځایونه یي غصب شوي له هیواده په تیښته دي.

هندوان او سیکان وایي چې ددوی سر او مال یوازې د طالبانو اسلامي نظام خوندي کړی و، په حکومتي ادارو کې ورسره تبعیضي چلند نه کیده بلکې کوم حقوق چې مسلمان افغان ته ورکول کیدل دوی هم ترې په مساوي توګه برخمن و.

خو له اسلامي امارت پرته په نورو نظامونو کې د دوی مال ته هرڅوک د تیارې مړۍ په نظر ګوري.په حکومت کې ورسره تبعیضي چلند کیږي او هیڅوک یي غږ نه اوري.

له دې جریان څخه په واضحه معلومیږي چې اسلامي نظام حتی د نامسلمانو لپاره هم د خیر او سوکالۍ ضامن دی د مسلمانو لپاره خو په هر لحاظ د عزتمند او ارام ژوندانه نعمت له ځانه سره لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x