اماراتو د مصر پر سر له تونس څخه خپل سفیر احتجاجا وروغوښت
متحده عربي اماراتو په تونس کې خپل سفیر وروسته له هغه وروغوښت، چې د تونس ولسمشر د ملګرو ملتونو په غونډه کې د مصر په اړه وینا وکړه.
د تونس ولسمشر منصف المرزوقي د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي له بند څخه د ازادیدلو غوښتنه وکړه.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې سفیر ئې د سلا مشورې او د دواړو هیوادو د اړیکو د څیړلو لپاره ورغوښتی.
خو د تونس مطبوعات او خبري رسنۍ وايي چې متحده عربي اماراتو دغه ګام د تونسي ولسمشر د هغې وینا په غبرګون کې اخیستی چې د ملګرو ملتونو په غونډه کې ئې اورولې، په کومه کې ئې چې د مصر د ګوښه شوي ولسمشر له بند څخه د ازادیدلو غوښتنه کړې.
ویل کیږي چې متحده عربي امارات په مصر کې د نوي سیاسي نظام تر ټولو مخکښ ملاتړی هیواد دی.