
امنيت شورا د افغانستان په سياسي او امنيتي حالاتو اندېښنه وښوده
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، چنګاښ ۲، ۱۳۹۵ل): د ملګرو ملتونو امنيت شورا تېره ورځ په نيويارک کې د افغانستان په وروستيو سياسي، امنيتي او اقتصادي حالاتو په اړه غونډه وکړه او په دې اړه يې خپلې اندېښنې څرګندې کړې.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي نيکولاس هيسم دغې غونډې ته د افغانستان وروستيو حالاتو، په ځانګړې توګه سياسي کړکېچونو، امنيت او د طالبانو بريدونو ته په اشاره خپلې اندېښنې څرګندې کړې.
په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون، د امنيتي شورا پنځو دايمي او لسو نوبتي هېوادونو استازو هم ګډون وکړ.
د امنيت شورا يادې غونډې ته د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون هم په خپلو خبرو کې د افغانستان پر وروستي وضعيت اندېښنه وښوده او ټينګار يې وکړ، چې په افغانستان کې بايد له سولهييزې لارې امنيت راشي او جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
بانکي مون زياته کړه، چې د افغانستان نا امني او کاواکه اقتصاد د نړۍ پر امنيت او ثبات هم ناوړه اغېز کوي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نيکولاس هيسم، چې دغه راپور يې تيار کړی و، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پر شته خنډونو يې رڼا واچوله او له دواړو لوريو يې غوښتنه وکړه، چې په رښتيني توګه د سولې لپاره هڅې وکړي او له جګړې لاس واخلي.
ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفير محمود صيقل هم په خپل وار يادې غونډې ته په په خپله وينا کې د طالبانو د وروستيو بريدو او د پاکستان پوځي مداخلو ته اشاره وکړه.
د ښاغلي صيقل په وينا له تېرې اوږدې مودې راهيسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي مديريت په اړه په ځينو ټکو هوکړه شوې وه، مګر پاکستان له دوه اړخيزه تړون څخه په سرغړونه تورخم کې ازغن تار او دروازه جوړلو پيل کړل، چې د افغان ځواکونو د غوسې لامل شو او د دواړو لوريو ترمنځ درې ورځې به وقفهيي شکل جګړې وشوې.
صيقل زياته کړه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالی او بې باوري د دواړو هېوادونو امنيت او اقتصاد لپاره قوي ضربه ده او دواړه هېوادونه بايد د ګاونډيتوب اصل په پام کې نيولو سره د يو بل پوره خيال وساتي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې فعاليتونو او بشري مرستو په اړه خپل نظر څرګند کړ، همدا رنګه د ګلبدين حکمتيار او حکومت تر منځ پر روانه سوله يې خوښي وښوده او ټينګار يې وکړ، چې طالبان او حکومت هم بايد يو بل وزغمي او د جګړو پر ځای د سولې له لارې يو حل ته ورسيږي.