
طالبان : په ګرشک کې له ۲۷ مسافرو ۲۱ تنه خوشي شوي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، چنګاښ ۲ ، ۱۳۹۵ل): نن سهار اوه نيمي بجې د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې 27 تنه مسافر له موټرو کوز کړل شول او مسؤليت يې طالبانو په غاړه واخيست .
طالبانو ويل چې ياد مسافر يې د استخباراتي معلوماتو پر اساس له موټرو کوز کړي چې له پوښتنو ګروېږونو وروسته به غير مجرم اشخاص خوشي او مجرمين د خپل جرم ځواب ووايي .
چارواکو هم د يادي پيښي پخلی وکړ او په وينا يې ياد مسافر له هراته کابل ته روان وو .
طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد نن ټکي آسيا ته په را لېږلې خبر پاڼه کې د نيول شويو کسانو په اړه ويلي چې د ۲۷ مشکوکو کسانو له ډلي يې ۲۱ تنه آزاد کړي او ۶ تنه نور چې اسناد ورسره وو لا په بند کې دي .
نوموړي د پاته ۶ تنو د برخليک او جرم په اړه کره معلومات نه دي خپاره کړي .
د يادوني ده چې تر دې وړاندي هم طالبانو د لويو لارو له سره د مسافرو له ډلي حکومتي وګړي بېل او له ځان سره وړي دي