نظــر

د غلامي نوې بڼه / حامد افغان

حامد افغان

اسلام باندې د لویدیځوالو یوه نیوکه د غلامي او باداري موضوع ده، ښکاره خبره ده چې غلامي او باداري له اسلام مخکي په ټوله نړۍ کې دود وه، د دې زاړه دود پرخلاف اسلام پریکنده او قاطع حکمونه ځکه ونه کړل چې د دې دود سمدستي له منځه وړل سخت کار و، نو د هغه له پاره تدریجي لاره غوره شوه، لکه په کفاره کې د غلام ازادولو شرط، د غلام ازادولو ثوابونه او .. حقیقت دا دی چې د اسلام د دې تدریجي تګلارې له برکته نن د نړۍ له مخه د غلامي او باداري وروست دود ختم شو.

دلته خبره هغه د وزې او میږې ده.. لویدیځ او د امریکا متحده ایالاتو نن د دریمې نړۍ هیوادونه او ولسونه غلامان کړي دي، دې غلامو او سپېرو هیوادونو او قومونو ته د ملګرو ملتونو او امنیت شورا له لارې داسې نظامونه جوړ شوي دي چې د نړي باداري محدودو هیوادونو ته سپاري، او دوی په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې هغوی ته مجبور او محتاج پاته کیږي. او دا د لویدیځوال تمدن پر کمزورو ولسونو د باداري کامیابه هڅه ده.

بل لور ته د دريمې نړۍ سیکولر فکره خلک د امريکا او ناټو يرغلونه هیڅکله یرغل نه بولي، هغوی اوس وایي باید غلامي او باداري ته نوي تعریفونه رامنځته کړو، او دا په کمزورو ولسونو د خپلې باداري منلو او پر غلامي د قناعت او صبر غیر مسقیمه هڅه ده چې د سیکولر فکره سپین سترګو غلامانو په لاس یې سر ته رسول غواړي.

عجیبه انصاف دی! لویدیځ او لویدیځ ځپلي اسلام او مسلمانانو ته په له منځه تللې فردي غلامي پېغورونه ورکوي، او پخپله د قومونو په ایل کولو او د غلامي ځغ ته یې په سرونو ټیټولو بوخت دي، د نړیوال پانګه وال نظام او کاپیټالیزم اقتصادي سیستمونو کمزوري قومونه فعلا غلامان ګرځولې دي، خو د غلامي دا نوې بڼه نرښځي سیکولران پرمخیون تعريفوي!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

محترم حامد صاحب

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته – رم

باور وکړی چې په لیدو (د لیکنې سره مل نوم ) مو ډېر خوښ شوم، ډېر وخت مو څرک نه لګېده، الله تعالی وکړي چې ددې اوږد غیاب اسباب ټول د خیر وي.

په دې وېړه انلاین نړی کې دې څوک باد مه شه، له چا به یې پوښتنه کوې.

ستاسو له دې ارزښتناکې لیکنې مو ډېر څه زده کړل، خدای ج مو زمونږ له سره مه کموه، آمین

حنيف

حامد افغان صیب السلام علیکم ورحمة الله أميد دی چی روغ او جور یی. دغوربندی ورور دخبری په تایید زه هم خوخ شوم چی کله می ستا نوم ولیده. دیر وخت دی درک نه لگید. ابله ورز می دیو نفر نه پوشتنه وکره چی دا دحامد افغان صیب لیکنی دیر وخت کیگی چی نه نشریگی تاته خو سه مالومات نشته خیر خو به وی؟ هغه راته وویل چی ژوندی دی. په فیس بوک کی دیر مصروف دی. هلته یی شعر جاری دی. ما ورته وویل چی صرف شعر یی جاری وی او بازار یی گرم وی. او ژوندی وی دا… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x