نظــر

زما بې کفنه او بې لحده ورور، شهيد دين محمد

لا ماشوم ووم، د کال يو نيم کال به ووم، چې له کوره د پوهنتون په نيت وتی وو، هغه د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي د څلورم کال محصل وو.

شهيد دين محمد ما يوازې په تصوير کې ليدلی وو، هغه کابو ۳۳ کاله مخکې د ۱۳۵۸ کال د جوزا په ۷ مه نېټه په نيمه شپه د کمونيست رژيم غدارانو په دې ګناه د پوهنتون له ليليې څخه ووېست، چې اسلامي کتابونه ور سره پيدا شوي وو.

د هغه غم کابو ۳۳ کاله موږ وګړولو، پلار مې په دې تمه چې يوه ورځ به يې د ځوانيمرګ زوی د مړي او ژوندي احوال راځي،له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او خپل هغه دغه آرمان ګور يې ته وېووړ.

پلار مې  د ورو شهادت دومره نه کړاوه، خو په دې ډېر ځورېده، چې کمونيست پلوه رژيم به دی روسيې ته بيولی وي، ځکه داسې آوازې هم وې، چې دغه يو شمېر بنديان روسيې ته لېږدول شوي او هلته د زندان د تورو تمبو شا ته په ډېر ذلت سره ژوند تېروي.

دا دی زموږ اوږد انتظار پای ته ورسيد، د شهيد دين محمد نوم هم په هغه اوږده  پنځه کسيز ليست کې شامل وو، چې د وخت حکومت د بدنامې ادارې «اکسا» له خوا په ډېر مظلمانه ډول شهيدان شوي وو.

دين محمد په دين مين سړی، پنځه وخت لمونځ به يې کاوو، د قرآن تلاوت به يې کاوو او په اسلامي علومو کې يې ژوره مطالعه درلوده. يوه مهال په زر هاوو کسان په همدې ګناه تر تورو خاورو لاندې شول.

د شهيد دين محمد له نوم سره ليکل شوي وو،« اخواني »؛  بس همدومره ګناه  وه چې کمونيستانو زما ورور په توره شپه د مطالعې پر مهال له خونې وباسه او خدای خبر چې په کومه دښته کې  به يې په څومره مظلوميت سره تر تورو خاورو لاندې کړی وي.

د کمونيستي رژيم له خوا د څه باندې پنځه زره کسانو د شهادت په اعلان سره  زموږ ۳۳ انتظار پای ته ورسيد، دين محمد شهيد شوی، هغه ۳۳ کاله مخکې په شهادت رسول شوی وو، خو موږد هغه جنازه مو ونه ليده، د هغه په شهيدي باندې ميندو او خويندو اوښکې تويې نه کړې، هغه د خپل پلار او ورونو په لاس په قبر کې کېنښودل شو، د هغه د جنازې لمونځ مو آداء نه کړ.

موږ به ۳۳ کاله وروسته وايو چې هغه دې خدای وبښې، خو … ډاډه يو، چې هغه خدای بښلی وي، ځکه چې هغه د الله د مينې په جرم شهيد، هغه د الله په لار کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ. هغه د الله نازولی دی.

همدې جرم موږ پوره ۳۳ کاله وکړولو، موږ نه وو خبر چې ورور مو مړ دی که ژوندی؟! آيا دا ګناه وه؟ دومره لویه ګناه؟؟  د دغط ګناه سزاء زموږ په څېر په زر هاوو او لک هاوو کسانو ته ورکړل شو. آيا داسې څوک شته چې ځواب يې راکړي. آيا دا کفايت کوي چې دولت يې په ځواب کې د دوو ورځو ماتم اعلان کړي؟ آيا هغه کسان چې دغه ‌ډول جرمونه يې تر سره کړي، ټول په ځمکه ننوتل که اوس هم شته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x