له لویو لارو څخه د مسافرو ښکته کول د چا په ګټه دي؟!

د خبري رسنیو د خبر په حواله وسله والو طالبانو په هلمند ولایت کې د کندهار هرات له لوېې لارې څخه ۲۷ تنه سورلۍ له ۳ لیږدوونکو وسائطو څخه راښکته او له خپل ځان سره بیولي.

د طالبانو ویاند د یاد خبر د تائید ترڅنګ ویلي چې هغوی د دقیقو استخباراتي معلوماتو پراساس له ۳ لیږدوونکو وسائطو څخه ۲۷ تنه مشکوک کسان د تحقیقاتو لپاره له ځان سره خوندې سیمې ته بیولي او نورو سورلیو او دریو واړو راګرځولیو موټرو ته يي د تللو اجازه ورکړې.

طالبانو تر هغه وروسته په لویو لارو کې له دولتي ځواکونو سره د وابسته افرادو د ښکته کولو لړۍ پیل کړه چې د لومړي ځل لپاره امنیتي ځواکونو په پروان ولایت کې شمالي ولایتونو ته تلونکي یوشمیر پښتانه مسافرین له طالبانو سره د تړاو په تورله موټرو څخه راښکته او له ځان سره بندیان کړل.

اوس چې په پروان ولایت کې د مسافرینو د توقیف یوه میاشت تیریږي د دې پیښې اغیزې له شمال څخه د افغانستان جنوب غربي حوزې هلمند ولایت ته په ډیرې چټکي سره ورسیدې.

دا هم بعیده نه ده چې تر یوې راتلونکې میاشتې پوري ټول هیواد ته سرایت وکړي او افغانان پر نورو سلګونو امنیتي ستونزو سربیره په لویو لارو کې د برمته کیدو ، نیول کیدو او وژل کیدو له ګواښ سره هم مخ شي.

هر لوری( دولت ـ طالبان) چې له لویو لارو څخه د مسافرینو د ښکته کولو اقدام کوي هغوی به خپل دلائل او توجیهات ورته لري ، خو دا کار په مجموع کې د عامو مسافرینو او خلګو لپاره لویه ستونزه رامنځته کوي او ښايي په راتلونکي کې په ډیرو بدو عواقبو منتج شي.

ځکه په افغانستان کې په دولت او طالبانو سر بیره یوشمیر نورې مافیايي کړۍ، اختطاف چیان او لارې شکوونکې ډلې هم شتون لري ،چې ښايي د وخت په تیریدو سره هغوی د خپلو جنايي کړنو (اختطاف اوبرمته کولو) لړۍ ته له همدې لارې دوام ورکړي او پړه يې پر دولت او طالبانو ور واچوي.

همداراز ښايي یوشمیر نورکسان د شخصي ، قومي او تنظیمي انتقامونو د اخیستلو لپاره دې لارې ته مخه کړي هرڅوک چې يي زړه وي هغه له لوېې لارې څخه راښکته او هلته ووژني او پړه يي پر دولت او طالبانو ور واچوي.

همداراز دا ډول کړنې په افغانستان کې د میشتو قومونو او ولسونو ترمنځ د نفاق ، فتنې او شر اچولو لپاره د یوشمیر اجنبي فتنه اچوونکو حلقاتو لپاره ډیره موثره طریقه ده چې هغوی د یوې خاصې سیمې ، قوم او مذهب اړوند کسان په بلې سیمې کې له لويي لارې څخه راښکته، تو قیف او یا ووژني او مسؤلیت يي پرحکومت او طالبانو باندې ور واچوي.

ښايي دولت یا طالبانو ته به له لویو لارو څخه په یوه اوبل پوري وابسته افرادو ښکته کول یوه مقطعې او شخصي لاسته راوړنه وي ، خو په مجموع کې دا کار هم هیواد دښمنه حلقاتو ته د تخریبي فعالیتونو د ترسرکولو زمینه برابروی او هم په هیواد کې د میشتو وروڼو قومونو او ولسونو ترمنځ د انتقام ګیري، فتنې او داخلي جګړې پیلیدو لامل ګرځي.

د افغانستان د امنیت، ملي وحدت او ثبات دښمنمان هسي په کمین کې ناست دي او غواړي له دغه ډول فرصتونو څخه د خپلو شومو اهدافو د ترسره کولو لپاره ګټه واخلي ، له‍‍ذا دولت او طالبان چې هریو د هیواد د ثبات او علیا مصالحو د دفاع ادعاء لري ورته په کار ده چې له داسې لارو چارو څخه خود داري وکړي چې هغه د افغانانو ترمنځ د داخلي جګړو او مزیدو نفرتونو لامل وګرځي.

تبصرې (1)

  • بس دولت دی ړنده بمبار، بی ګنا انسانانو بندی کولوته او طا لب دی هم ړنده بم خښولو ،راکټ ورلو او مسا فر ښکته کولو ته دی دوام وکړی. مونګ دالله بنداګان مونګ هر به ممبر نا ست ملا د پیعمبران (ص) وارث ګڼلی دی. اوس دوی دواړه طرفه مړه کول او ژوندی کول کولی شی زمونګ صبر الله ته چی دهر نمرود لپاره ابراهیم او فرعون لپاره موسی پيداکړی همداسی دی دواړو لپاره هم پیداکړی او لا به پیداکړی. یا الله مونګ تا ته ددعا لاسونه لا په کړیدی خدابه................... ځوی په طمعه وی ما شومانو ته وایی چی پلار راته بوتان روړی خو پلار یی بم، راکت او وخشی صفته انسان په واسطه ټوټی په تا بوت کی ورشی