افغانستان

د ملي اردو يو سرتيري خپل څلور ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، چنګاښ ۲، ۱۳۹۵ل): د بادغيس په جوند ولسوالۍ کې د ملي اردو يو سرتيري خپل څلور ملګري وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.

په بادغيس کې د ملي اردو د درېيمې لوا قوماندان ډګروال شير محمد وايي، چې د جوند ولسوالۍ يه کوتل سياه سيمه کې د ملي اردو يو عسکر د خپلې پوستې پر ملګرو بريد کړی، چې له امله يې څلور سرتيري وژل شوي، درې ټپيان دي او په ځوابي ډزو کې بريدګر هم وژل شوی دی.

ډګروال شېر محمد د بريدګر هويت نه دی په ډاګه کړی.

طالبانو د ياد بريد مسووليت منلی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی يو نفوذي عسکر تېره ورځ مازديګر څلور بجې د ملي اردو پر عسکرو بريد کې پنځه سرتيري ووژل او يو ټپي کړ.

د احمدي په وينا د نورو عسکرو په ډزو کې د عيد محمد په نوم دغه سرتيری هم ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x