نصيب رحماني

د نصيب رحماني دوه غزلونه

نصيب رحماني

زه به ستوري سپوږمۍ دواړه درته راوړم
ته د لمر انتظار مــه کړه مازدیګـر ده

هغه زړه چې طبیبان شو تري ناهیلــي
شیخه ستا په چوپ او دم کې څه اثــر ده

له مودو راهسي ټول په ژړا ســـر دي
که جانان ده کـه روژه ده که اختر ده

چا راټول نه کړو پراته واړه تیت پیت دي
سپین کتاب ده سپین ملا ده که ممبر ده

هیڅ افسوس مې په خپل ځان لا هم ونه شي
دنګ چنار وو ړنګ چنار سپیره ګودر ده

رحماني کتاب تـه ناست یادونـــــه لیکم
کـــوم یو یاد به یې لیکم لا مسافر ده
ـــــــــ
(ویـښ ضمیر)

ما یوه لحظه په ژوند کې څوک هم ازار کړي نه دي
دمينې پرته بل مې چاته څه ورکړي نـــه دي

زه یو انسان یم او په دي باندې هم ښه پوهيږم
چیرته مذهب او عقیده هم چا خرڅکړي نه دي

موږ هم دسولې لیونیان یــو تل دسولې ناري
د ماتو خولو څخه مو بل څه راوتلي نــه دي

زه هم منصور یم او خپل دار ته هر کلي کومه
لا خو ژوندي یو ضمیرونه مو څه مــړي نه دي

سر به په دار کړو د عزت او د وطن په خاطر
د جنت تل ته خو چا روغ سرونه وړي نـه دي

دغه شعارد غزنوي وو اوس زما شعـــــار ده
څوک چې راغلي رحماني بیا کله تللي نه دي
ـــــــــــ
نصیب رحمانی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د