دیني، سیرت او تاریخ

دښځو لپاره دلنډ،تنګ اوباريك لباس اغوستل

زمونږ ددين دشمنانو زمونږ سره په دې زمانه كې په يوه بله طريقه جنګ پيل كړى دى، هغه دا چې دډول زينت او سينګار له پاره ېي اشكال او تفاصيل وضع كړي دي اود مسلمانانو تر منځ ېي رواج كړي دي، داسې لباسونه چې عورت پرې نه پټييږي، يا خو دا لباس لنډوي او يا تنګ او شفاف(باريک) وي او زيات لباسونه په كې داسې وي چې دهغې اغوستل نه خو دښځو په مخ كې جايز وي او نه دمحارمو په مخكې،

نبي صلى الله عليه وسلم دداسې لباسونو دظهور او څرګنديدو په هكله چې داخرې زمانې دښځو په تن به وي مونږ ته خبر راكړى، لكه څرنګه چې دابوهريرة رضي الله تعالى عنه څخه روايت دى:((صنفان من أهل النارلم أرهما :قوم معهم سياط كأذناب البقر يضربون بها الناس، ونساءكاسيات عاريات مميلات مائلات رؤوسهن كأسمنة البخت المائلة،لايدخلن الجنة ولا يجدن ريحهاوإن ريحها ليوجد من مسيرة كذا وكذا)) ۱۳۰.

ژباړه : دوه ډلې د جهنميانوداسې دې چې ما تر اوسه نه دې ليدلي يوه ډله هغه خلك دي چې دوئ سره به دغواګانو دلكۍ په شان لښتې ياقمچينې وي خلك به پرې وهي ،اوبله ډله داسې ښځې به وي چې جامې به ېي اغوستې وي او بربنډې به وي نور خلك به ځانونو ته مائله كوي او دوئ به خلكو ته ميلان كوي سرونه به ېي دبُختي اوښانو په شان مائله وي نه خو به دا ښځې جنت ته داخلې شي اونه به دجنت بوي بيامومي او يقينا دجنت بوي دومره اندازې پورې رسيږي. ( يعنې دجنت بوي تر زياتې فاصلې پورې رسيږي ) .

او په دې كې هغه لباس هم شامل دى چې پيانسې ېي ډيرې ازادې وي او ښځې ېي اغوندي كله چې كيني نو عورت ېي ښكاري اوپه دې كې دكفارو سره مشابهت راځي اوپه ډول اوسينګار كې دهغوئ تابعداري راځي، هغوئ غواړي چې همداسې فاحش ډول سينګار زمونږ منځ ته رواړي ،دالله نه سلامتيا غواړو او بعضې په كې داسې خطرناكه لباسونه اغوندي چې دسندرغاړو دموسيقۍ دګروپ عكسونه ( تصويرونه ) پرې رسم وي، همدارنګه دشرابو.

عبید تنویر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x