هلمند : طالبانو د نفوذي کسانو په مرسته ۱۸ اربکيان ژوندي نيولي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، چنګاښ ۲، ۱۳۹۵ل):د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کې طالبانو د نفوذي کسانو په مرسته ۱۸ اربکيان ژوندي نيولي .

پېښه د ناوې ولسوالۍ د نمرو په سيمه کې تېر ماخستن شاوخوا ۱۲ بجې را منځته شوې .

طالبان وايي چې دا کسان د جبار قهرمان ملېشي دي او موږ د ۵ نفوذي کسانو په مرسته چې لا له وړاندي مو ددوی ليکو ته ور داخل کړي وو له پرېمانه اسلحو سره ژوندي نيولي .

د ژوندي نيول شوو کسانو د برخليک په اړه څه نه دي ويل شوي خو طالبان وايي ددوی قضيه يې شرعي محاکمو ته لېږلې چې په اړه به يې وروسته فيصله کيږي .

دولتي چارواکو د يادي پيښي اړوند څه نه دي خپاره کړي .

ياده پېښه په داسي حال کې رامنځته کيږي چې پرون ورځ طالبانو د کابل ـ هرات پر لويه لار د ګرشک په سيمه کې ۲۶ تنه مسافر له موټرو کوز کړل چې له جملې يې ۲۰ تنه خوشي او نور له ځان سره بوتلل .

د طالبانو له لوري د هلمند والي ملاعبدالمنان څه موده وړاندي په يوه ږغيږه مرکه کې يادونه کړې وه چې د لښکرګاه ښار په شاوخوا نژدې سيمو کې د جبار قهرمان ملېشې په شخصي جامو او شخصي موټرو کې تګ را تګ کوي او د استوګني لپاره د ملکي وګړو له کورونو استفاده کوي.

نن ټکي آسيا ته نژدې سرچينو ويلي چې په نژدې راتلونکي کې به د طالبانو له لوري د يادو تر سره شويو عملياتو ويډيويې بڼه هم خپره شي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د