نظــر

جهاد د مسلمانانو د عروج راز

بسم الله الرحمن الرحيم

د مسلمانانو لخوا د خپل دين، ځان ، فرهنګ، او هيواد څخه د دفاع پر مشروعې جګړې د کفارو او دهغوی د ځيره خورو له خوا له پيړيو راهيسی نا معقول اعتراضات، او پوچ تبليغات يواځي په دي هدف تر سره کيږي چې ګواه دوی به د مسلمانانو په مينځ کي د احساس او ضمير خاوندان په دي لاره کي پر   سرشيندنه، ايثار او فداکاری باندي شکمن کړي،

   په توسط به يې مسلمانان د الله جل جلاله دا حکم تر شا کړي، د مخکينيو سرشيندونکو تاريخونه به هير کړي، اود کفر له عزت، سرلوړی،ترحم، او غيرت   څخه ماسواء، او مبراء تش کالبوت ته به سر ټيټ کړي.
  د کفري ملتونو او اولسونو د سرکردګانو لخوا مسلمانانو ته دجالي دامونه، او جالونه  هغه څه دي چي په ايجادولو يې دا د دجال زامن، او بندګان نه ستړي شوي، او نه يې د  ا رام ساه اخيستې، تل يې غوښتې چي مسلمانان ګمراه کړي، دين يې  تحريف، اوتاريخ يې چور  تالان کړي، هيوادونه يې اشغال کړي، غلامي په استقلال او ازادی  ور معرفي کړي، او نسلونه نسلونه  يې يو بل قتل کړي، حياء او غيرت تري په فحشاء، عريانی،  لوڅتوب او ډمتوب بدل کړي،  او همدا تمدن، عصريتوب، او ترقی ورزده کړي، د  خوږ پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  ګستاخي،او د  اسلامي مقدساتو د توهين سره يي اشنا کړي، د رايې او بيان ازادي يې وبولي.

لاکن د دوی دغو شومو هڅو کوم بدلون  رامينځته نه کړ، نه خو مسلمانانو د کفر راج ته سر ټيټ کړ، نه يې د دوی فرهنګ ته تنزل وکړ، نه يې تحريف شوي دينونه خپل کړل، نه يې د خپلو ديني مقدساتو توهين وزغمی، او نه يي د ستر لارښود محمد صلی الله عليه وسلم د شان ګستاخان معاف کړل، د تير په څير يې پر مخ څپيړي ورکړې، استشهاديانو يې د تکبر دنګی ماڼی  وپرځولې، پر خوله يي نسکور کړل، او پر مخ يي شکست پذيره کړي دي، او همدا د کفري ملتونو د ستړو نتيجه او لاسته رواړنه ګڼل کيږي.
له دي ماتو، شکستونو، او شرميندګيو لا دي  بې شرمه غليم الهام وانخست، ده اشغالولو، تحريفولو، قتلولو، تعذيبولو، ګستاخی، او سپکاوی څخه لاس په سر نشول.
  د نړي پر مخ د سرطان د داني په څير بدصفته دغو سورمخو، تور زړو، او شين سترګو يو ځل بيا د نړی د مسلمانو هيوادونو اشغال ته مخه کړه، او صليبې جګړه يې پيل کړه، اولسونه يې وزبيښل، اشغال يې کړل، د الهی قانون پر ځای يې د خپلو کفري قوانينو (دينونو)  د تپلو پوره پوره کوښښ وکړ.
لاکن بيا هم د کفارو مسلسلو نظامې بريدونو  جوته کړل چی دوی له نظامي اړخه بری نشی موندای، د دوی مخکښان په دي سره مشوره شول چي بايد د مسلمانانو د تسخير لار په ګوته او د يوه منظم پلان لمخې د اهدافو تحقق تر لاسه کړي، همداسي وشول، د نظامې جګړې په پرتله يې فکري جګړه مؤثره وګڼل، او د يوه منظم پلان له ترتيب وروسته يې د فکرونو اشغال ته مخه کړل، د اسلام پر هغو محکمو احکاماتو يې بريدونه پيل کړل، چې د مسلمانانو د علوې، او بري راز پکښي انغښتی وو، او د خپلو اجيرانو په مټ يې تباه کونکی اختلافات وزيږول، دا داسی بريدونه وه چي ډيرلږ شمير کم علمه، او ساده لوحه مسلمانان ورڅخه محفوظ پاته وه،  او دا دی داسی بريدونه لا جريان لرې، مختلف پړاونه يې ووهل، د مختلفو اشکالو او رجالو په توسط يې د يادوني وړ پر مختګ  وکړ،  د مسلمانانو له صفه څخه يې خبيثه طبقه د ځان د خدمت، تحريف، منافقت، او د خپل پروپاګند د بدرګه کولو او نورو شومو موخو لپاره  په کار وګمارل، او سخت نفاق يې را مينځته کړ، لاکن کومو خلګو چي د دوی دا جګړه درک کړل، راجمع شول، د هغوی په وړاندي يې سنګر ونيو، او خپلو مسلمانو اشغال شويو فکرونو ته يې ته د ازادی مشال وځلاوه.
هغه څه چي د کفارو د بريدونو تمرکز ورباندي وو او دی!
هغه جهاد دی، مجاهدين دي، او سوچه اسلام خواهان دي، ځکه د مسلمانانو او اسلام  دفاع هلته امکان لري چي مسلمانان مجاهدين شي، سنګر ونيسي، خپل سرحدات وساتي، هغه سرحدات چي د کفارو د مسلسلو فکري او نظامي بريدونو هدف او ښکار وي، او دا ساتونکي د مسلمانانو هغه باوري وسله ده چي د اسلام او خپلو هيوادونو څخه د دفاع په لار کي مرګ ځانته نوی روح ګڼي، او کوښښ کوي چي د خپل سر په نذرانه  له ټولو مشکلاتو څخه نجات ورکړي.
دلته (په افغانستان) کي هم اسلام شته، هم يې ساتونکي، جهاد شروع دی، او پر جهاد اعتراضات هم شته، د دجالي ميډيا منتروانو د خلګو د اذهانو مشويشولو ته ملا تړلي،  د هر ځای په څير دلته هم زهرجن درواغ ابلاغوی، مختلفي بڼي لري، او خورا بې رحمه قضاوتونه را ټوکيږي.
دا پر  بهتان، پوچ پروپاګند،  عقيدوي توپير، حسد، او بغض، بناء څرګندوني دي، د دارنګو  مبلغينو نه شکل د ريښتوني وي، او نه يې عمل د يو صادق انسان وي، دهغوی په څيره کي  د نفاق نښی نښانی له ورايه ښکاري، مکاري، فريب او د جل يې د مخ نور ور ختم کړی وي، په ژوندوني د ګنهګار لاش په څير بريښي.!
د تحير او فکر ځای خو دادی چي دا خبره هغه خلګ کوي چي:
 خپله مستقيما د کفر په غلامی کي ښکيل دي، د کفارو له اشارې پرته کوم اقدام نشی کولای، حتی چي د دوی له اشارې پرته چيرته سفر نشی کولای، ټوله اکمال او تنخوا له همدي کفارو ترلاسه کوي، هيواد، خاوره، او ناموس يې د کفارو په ولکه او واک کي وي، او هيڅ راز استقلال او ازادي نه لري.
  ځان کامل مسلمان ګڼی، حالانکه د دوی  له مخي کفري مبلغين مسلمانانو ته د ارتداد دعوت
ورکوي،خپله يې دوستان ګڼي او نورو ته يې هم خپلوان، او خيرخواه ورمعرفي کوي، کفري ادارې فحشاء او بې دينی ته خلګ بولي، د تعليم په نوم د مسلمانانو پر فکرونو کاري ګذارونه کوي، د ابلاغ ذرايع يې د کفري نشرياتو لپاره خاص کړيدي او کار يې يواځي د اسلام په ګټه دحقيقت تحريف، د عريانی عامول، او په اسلامي احکاماتو او مفاهيمو ملنډي وهل دي، د اسلامی شعايرو سپکاوی دی، خصوصا د علماؤ کرامو سره د عوامو ذهن له کيني، حسد، او بغض څخه ډکول دي، تقلبي خبريالان، خرڅ شوي سياسي مبصرين، او کارپوهان توليدوي او د ملت خطا کولو ته يې ګمارلي دي.
  دا خلګ ځانونه د هيواد او وطن  ساتونکې معرفي کوي، حالانکه د ټولې نړی کافرانو يې پر هيواد يرغل کړی، پر مسلمان  اولس بمباري کوي، تعذيبوي يې، بنديانوي يې او شهيدانوي يې، د دي پر ځای چې دوی يې مخه نيولي وای  لا يي مټې ور مظبوطوي، او د افغانانو په وژلو، نيولو، او تعذيبولو کي مرسته ورسره کوي،  له لويه سره  يې  کفار پر اوږو سپاره راوستل، او د اسلامی شريعت پر ځای يې کفري قوانين را وارد کړل او پر خلګو يې وتپل، د هغوی په لاس تربيه حاصلوي، او دښه پر مختګ لپاره حتي ناموس خرڅوي، دين پريږدي، او په افغانيت ملنډي وهي.
دا خلګ د مسلمانانو لخوا د اسلحې پورته کول په دي معنی بولي چي ګوا اسلام پر خلګو په زور خپل قيادت منل غواړي، او يا خو مسلمانان خلګ په زوره اسلام ته دعوت کوي.
لاکن حقيقت خو دادی چي که مسلمانانو اسلحه پورته او د جهاد د جواز لپاره يې خپل رب عزوجل ته  ننواتی او زاری کولې نوهم مسلمانان حق په جانب وه.
 همدا مشرک، يهود، صليب، او نتيجتا له حق څخه منکر او باغيان وه چي مسلمانان يې له خپل خالق څښتن تعالی جل جلاله څخه د جهاد پر حلول لاس په دوعا کړل، او د دوی رب جل جلاله هم په جهاد مامور کړل، بيا يي د نصرت لپاره فرشتی راوليږلي، او بری يې ورکړ.
 پر مسلمانانو هم مشکلات راغلل، تر څو د مشکلاتو سره د مخامخيدو توان پيدا کړي،  مسلمانانو بيا  د خداي جل جلاله په لار کي  پخپل ټول توان او وس د معرکې ميدانونه ګرم ساتلي وو.
د مسلمانانو ټول جنګونه دفاعي وو، د ځان څخه د دفاع، د اسلام څخه د دفاع، او هيواد څخه د دفاع جنګونه وو، لاکن د هغوی دوښمن تعرض کاوو، د مسلمانانو پر دين، د هغوی پر هيواد، او بی وسه مؤمنانو باندي.
اوس هم پر مسلمانانو جنګ تپل شويدی، او مجبور دي چي ځان وساتي، هيواد وساتي، او بې وسه او بې دفاع مسلمان اولسونه د کفارو له اشغال، ظلم،  زور او زياتي څخه وژغوری.
لاکن کفار او د هغوی ځيره خواره د خپل خوار عادت څخه مجبور د خپلی خوا تعرض حق بولی او د دمسلمانانو لخوا دفاع افراطيت، زور، او حساسيت.  عجيبه ده؟!
زه وايم:
 هغه کوم قانون، او کتاب دی چي  د دفاع حق  سلبوي، او همدا دفاع په جهاد نه  په جنګ نوموي؟ هغه کوم  سالم منطق دی چي مسلمان د کفارو غلامی ته قانع کوي؟  نه پوهيږم کوم غيرتمند، تندرست، ځوان به د خپل دين پر ځای کفري قانون ومني؟ د وطن واک، د خور او مور حياء، او چي خپل اختيارات  د يوه بې ننګه، او بې غيرته کافر په واک کی ورپريږدي؟
دا کوم مصلحت، او له نړی سره د توازن حکمت دی چې يو خيرين، بی ننګه، خنزير ته ورته کافر دي ستاسو پر دين، هيواد، ناموس، او عزت باندي تيری وکړي، او ته دې د ځان څخه د فاع د ځان حق حتی له حکمت خلاف، او يا جرم و ګڼي؟
ايا دا غيرت، ميړانه، او بهادري ده چي د نړی په وړاندي دي د عزت او هسکی شملي سپکاوی کيږي؟؟ او ته وايه دا د نړي اصول، او پروټوکول دی.
نه پوهيږم کومه ورځ به مسلمانان او مجاهدين له ځان څخه د دفاع حق پيدا کړي؟
ايا هغه وخت چي قيامت شي او د محشر مالک وپوښتي چي ولي دي جهاد نه کاوو، حالانکه ما حق درکړی  وو، او د جنګ ميدان ته مي بللي واست؟
سمه ده که مونږ د جهاد په کولو کوم څه نه دي ترلاسه کړي، او تاسو د نړی په خيټه کي د مسلمانانو دا اوسنۍ لږ ډيره سرلوړی نه ويني، او يايې نه ګڼي، نو تاسو د جهاد په نه کولو کومه توره کړيده؟

هوکې:
مونږ حق لرو چي اوايو چي مونږ نور د چا حکومتداري نشو منلای، د ديني مقدساتو توهين نشو زغملای، مونږ حق لرو چي په زغرده د جهاد په طرف خلګ  دعوت کړو، او د کفارو له دسيسو او جواسيسو څخه يې خبردار کړو!
دا حق مونږ چاته نه ورکوو، او نه يې له ځان څخه سلبوو، او تر اوسه مو هم همداسی کړيدي،کفري ملتونه بايد خوشحاله نشي دا کوم خلګ چي دوی (کفار) پخپل خدمت کي وينی، دا مسلمان نه دي، او نه له جهاد پرته اسلام شته، د اسلام مدافعين او سوچه مسلمان که غواړی چي اوګوری هغوی په سنګر کی موجود دي، او هغوی زموږ مسلمان ملت له متن څخه د شهادت لپاره د الله جل عزوجل له لوري ټاکل شويدي، او مونږ ورباندي وياړو.

دجاليان او دهغوی متحدين دي يې واوري!
ستاسو تبليغات ګټه نه لري، په دي ټولنه کي لا  پر جهاد  مين خلګ سته، اوس هم سنګر وجود لری، لا يي ساتو، او ستاسو خلاف مو تاوده ساتلي.
مونږ به هيڅکله د خپلو عالمانو څنګ پرينږدو، مونږ به د خپلو عالمانو، او مجاهدينو په څنګ او اقتداء کی ستاسو او ستاسو د اجيرانو خلاف تر محشره وجنګيږو، تر څو تاسو زمونږ ملت نه ياست شوی مونږ به ستاسو سر سخت دوښمنان يو، او راضی به نشو.

جابر نعماني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x