ورزش

استرالیا، ویسټ انډیز ته ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار وموند

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۲مه ۱۳۹۵ل): د دریو هیوادونو تر منځ د یوه ورځنیو سیالیو د لړۍ اتمه لوبه د استرالیا او ویسټ انډیز لوبډلو تر منځ وه. دغې لوبې کې استرالیا د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.

د استرالیا لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د ډګر ساتنې پریکړه وکړه. ویسټ انډیز لوبډلې د سمیولز او رامډین غوره توپ وهنې سره په ټاکلو شوو پنځوسو اورونو کې خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۸۲ منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره سمیولز په ۱۳۴ توپونو د څوارلسو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۱۲۵، او رامډین په ۹۲ توپونو د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۹۱ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د استرالیا لپاره د توپ اچونې په برخه کې سټارک تر ټولو بریالی توپ اچوونکی ثابت شو. سټارک خپل ۱۰ اورونو کې ۵۱ منډو ورکولو سره درې ویکټې واخیستې. فالکنر او بولانډ دوه دوه ویکټې او هذلووډ یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنې کې د استرالیا لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۴۸.۴ اورونو کې د سمیت، مارش او مکسویل غوره توپ وهنې سره یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړه.

د استرالیا لپاره سمیت په ۱۰۷ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۷۸ منډې جوړې کړې. ماشرش په ۸۵ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۷۹ او مکسویل په ۲۶ توپونو د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۶ منډو جوړولو سره ناسوځیدلي پاتې شول.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره ګبریل، براتویت او بېن یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x