
په کابل کې د پاکستان پر ضد لاریون وشو
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، چنګاښ ۲، ۱۳۹۵ل): سلګونه افغان ځوانانو او د مدني ټولنو فعالانو د پلازمېنې کابل په شهرنو پارک کې د پاکستان پر ضد لاريون وکړ او د پاکستان «وروستۍ پوځي او سياسي لاسوهنې» يې وغندلې.
لاريون کوونکو له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه، چې د پاکستان پوځي او استخباراتي سازمانونو کړنې وغندي او مخنيوی يې وکړي او پر افغان خاوره د پاکستان د مداخلو پر وړاندې ګامونه پورته کړي.
لاريون کوونکو وويل، چې ډيورينډ کرښه د افغانانو د دښمن انګريز له لوري تپل شوې ده او افغان ولس ته هېڅکله د منلو وړ نه ده.
لاريون کوونکو د افغان ملي ځواکونو په ملاتړ او د ايران او پاکستاني پوځيانو پر ضد شعارونه ورکول.
د لاريون ويناوالو وويل، چې افغانان له پاکستان سره دښمني نه لري، بلکې د پاکستاني پوځيانو او استخباراتي کړيو له مداخلو سرټکوي او دا ورته د منلو وړ نه دي.
دا لاريون په داسې حال کې کيږي، چې له تېرو دوو اونيو راهيسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډيورينډ کرښې تاوتريخوالي راپورته شوی دی.
پاکستان غواړي، چې پر د تورخم په صفري نقطه ازغن تار او دروازه جوړه کړي، مګر افغان لوری يې مخالفت کوي.
پاکستان وايي، چې دوی دا ګام د افغانستان او پاکستان دواړو د امنيت خوندي ساتلو په موخه پورته کوي او که هر چا پرې بريد وکړ، دوی به يې ځواب وايي.
د پاکستان لومړي وزير نوازشريف د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز ويلي، چې پاکستاني پوځیان به په تورخم کې دروازه او ازغن تار لګولي او که افغان حکومت پر پاکستاني پوځيانو بريد وکړ، دوی به يې ځواب وايي.
تېره اوونۍ سرتاج عزيز افغان چارواکو ته بلنه ورکړې وه، چې د تورخم سرحدي مديريت په اړه د خبرو اترو لپاره دې اسلام اباد ته سفر وکړي.
تېره ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزي په مشرۍ يو پلاوی پاکستان ته تللی و، مګر کومې ځانګړې پرېکړې ته له رسېدو پرته کابل ته راستون شو.
تېره ورځ له بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و، چې حکومت پاکستان سره «SOP» يا سرحدي مديريت تر نامه لاندې ډيورينډ کرښه د رسمي سرحد په توګه منلې ده او همدې تړون له مخې پاکستان د کرښې په اوږدو کې د تاسيساتو د جوړولو هڅې پيل کړي دي.
وړمه ورځ سرتاج عزيز هم ويلي و، چې دوی خپل تاسيسات د پاکستان په خاوره کې دننه جوړوي او په دې اړه د چا اجازې ته اړتيا نه لري.
افغان حکومت وايي، چې پاکستان سره د تاسيساتو جوړولو په اړه داسې پرېکړه شوې وه، چې پاکستان به ازغن تار او دروازه په صفري نقطه کې نه، بلکې له صفري نقطې پنځوس مترې شاته جوړوي.
د نني لاريون ګډونوالو پر حکومت هم نيوکې وکړې، چې پاکستان سره يې د سرحدي مديريت تر نامه لاندې د ډيورينډ فرضي کرښه د سرحد په توګه منلې، مګر افغان ولس ته دا پرېکړه د منلو وړ نه ده او نه به يې ومني.
سلام ګرانودوستاو زه کم لیکوال نه یم خو دیر تعجب یم به دی کی چی هغه رموږ دملک لیکوالان یا مخور اشخاص ولی سرچفه تعبیر کوی شه راګرځم اصلی خبری ته ګوری ملګ مو پر ۴۴ ملګو کفارو خرڅ کی ټوله دمات قلم خاوندان ورته خوشهاله وه او پر پاکستان به تورونه لګول تر ځو چی پسله ۱۴ کاله بیا دپاکستان سره یو نمایشی نښته وسول ټولو ناری اوسو ری جوړی کړلی چی مرګ پر پاکستان مرګ پرپاکستان وس خبره داده چی مزاهری کیږی هم ناری اوسوری دمرګ پر پاکستان وهو پاکستان خو سوداګردی خپله سو دا کوی زموږ څخه… نور لوستل »
حیرانونکی ، هم کوزه هم کوزه ګر !!!!! له یوی خوا د کابل اداره د یو څو ورځو د خپلی ناوړه او فاسدی اداری د اوږدوالی په خاطر پاکستان سره په دی هیله چه طالبان به ورته تسلیم کړی ، د مظلوم اولس ( د دی هیواد اصلی واکداران ) په عیاب او د هغو له اجازی غیره د اس او پی په نامه د ډیورنډ کرښه لاسلیک کوی یعنی د ډیورنډ کرښه د دواړه هیوادو تر منځ رسمی او منلی پوله ګڼی ، او په څنګ کی د مظلو م اولس د تیرویستلو د پاره ورسره په دی نامه… نور لوستل »