mujahideen

د تلې شپږمه دهیواد دتاریخ پرتمینه ورځ!

نن د روان هجري لمریزکال دتلې دمیاشتې شپږمه نیټه ده .

پوره ۱۷ کاله مخكې په همدې ورځ طالبانو د هیواد پلازمینه کابل د تنظیمي جګړه مارانو له وجود څخه تصفیه او هالته یې یوه واکمنه متحده او اسلامي اداره حاکمه کړله.

په کابل کې د کمونیستي نظام تر ړنګیدو وروسته دغه ښکلې تاریخي ښار د جهاد په نوم تنظیمي جګړه مارو د خپل منځې جګړو په ترڅ کې په بشپړه توګه په کنډواله بدل، د ژوند ټول اساسي سهولیتونه یې تخریب او تر ۶۰۰۰۰ زیات اوسیدونکي یې د تنظیمي بي هدفه جګړې د قربانیانو په توګه له ژونده محروم کړای شول.

یواځې کابلیان نه ول چې د تنظیمي جګړو په لمبو کې د ژوند له نعمتونو بي برخې شوي ول؛ بلکې د هغې سوځوونکو لمبو ټول هیواد په سر واخیست او ټول هیواد یې د فساد، فحشاء، بیدني، بیعدالتي، او بي نظمي په صحنه بدل کړ.

د افغانانو هغه یو موټی هیواد چې د یو نیم ملیون شهیدانو د وینو په بیه یې د یرغلګرو شورویانو له اشغاله آزاد کړی وه د جنګ سالارانو د ځان غوښتنې له امله په څو بیلا بیلو برخو ویشل شوی وه، طبیعي شتمنۍ یې په پردیو پلورل شوې او سرحدې پولې یې له هر لوري را سکښتل شوې وي .

د دغې کور ورانوونکې جګړې په جاري ساتلو کې په ماتي خوړلیو شورویانو سربیره نور ډیر لیري او نیږدي جهتونه هم شامل ول، هغوئ هر یوه ددې په ځای چې له مظلومو افغانانو سره د جګړې په خاموشه کولو کې مرسته وکړې دخپلو ګټو په خاطر یې لا د هغې په اوږد ولو کې کوښښ کاوه، د دغې بدمرغې جګړې په لمبو کې راګیرو افغانانو له یوه مقتدر څښتن پرته له بل هیڅ چا څخه د خیر تمه نه لرله ؛ د انساني حقونو دروغجنو مدعیانو او د بشر دوستي په پلمه ننیو راغلیو امریکایانو ټولو ورته د بي پروايي څټ ورګرځولی او پوره څلور کاله یې د جنګسالارانو په لاس د افغان ولس د تباهي او بربادي تماشه کوله .

هماغه وه چې الله تعالی د دغه مظلوم اولس د ژغورنې لپاره دهغوئ له منځه د طالبانو په نوم اسلامي خوځښت را اوچت کړ چې هغوئ د الله په نصرت وکړای شول هغه ټولې دسیسې شنډې کړې کومې چې زمونږ د کورنیو او بهرنیو دښمنانو له لوري د هیواد د تجزيې لپاره پلان شوې وي .

طالبانو په کابل د واکمنۍ په لومړۍ ورځ تر هر څه لومړی دلکونو افغانانو قاتل ملحد ډاکټر نجیب د خپلو وحشیانه اعمالو په جزا ورساوه .

له تنظیمي جګړه مارانو څخه د طالبانو په لاس د کابل تصفیه کول زمونږ د هیواد په تاریخې کې ځانګړی اهمیت لري ؛ ځکه د همدې ورځې په برکت مو یو موټی هیواد د ویشل کیدو له خطره خلاص ، د هغه استقلال او ځمکنی تمامیت حفظ او له دې ټولو سره سره ورکې د څوارلس کلن جهاد د آرمانونو مطابق اسلامي حاکمیت نافذ شو.

نن د طالبانو په لاس د کابل دتصفیې ۱۷ کلیزه په داسې حال کې په هیواد راځې چې د کابل په شمول ټول هیواد د اشغالګرو تر اشغال لاندې ده ؛ همدا نن د کمونیستي جنایت کارانو په لاس د۵۰۰۰ زره انسانانو دشهادت له امله په ټول هیواد د ویر او ماتم کمبله غوړیدلې ، د اشغالګرو د حمایت تر سیوري لاندې د قاتلینو او جنایت کارانو د مجازات په ځای هغوئ ته مکافات ورکول کیږي او د لکونو انسانانو وژونکو کمونیستانو ته د دیموکراسي او بشري حقونو د مساوات په پلمه د هیواد د ملکي ، پوځي او قضايي چارو مهم صلاحیتونه ورسپارل کیږي .

د جنایت کاره وحشي کمونیستانو مخ دي تور وي .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د