افغانستان

قطب الدین هلال او ارغندیوال شخصي تصمیم د حزب اسلامي دریځ نه دی – اعلامیه

د حزب اسلامي له خوا نن ټکی آسیا ته را لیږل شوې خبرپاڼه وايي چي د ډاکټر عبد الله تر څنګ په انتخاباتو کي دریدل د هغه شخصي تصمیم دی، حزب اسلامي ورته په ناسمه او غلطه سترګه ګوري.

او همداسي په اعلامیه کي د قطب الدین هلال په اړه راغلي کابل ته د هغه تګ او بیا هلته د هغه سیاسي هلي ځلي ټول د هغه شخصي نظر څرګندوي، حزب اسلامي ورسره هیڅ ډول توافق نه لري.

د حزب اسلامي دغه اعلامیه چي نن ټکی آسیا ته په ایمیل باندي رسیدلی، کټ مټ نشریږي:

د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه

 د حزب اسلامي غړي د ارغنديوال د وروستي دريځ او کابل ته د قطب الدين هلال د تگ په اړه پوښتني کوي، هغوى ته وايو: له ډاکټر عبډ الله سره د ارغنديوال توافق نه يوازي شخصي تصميم دئ بلکي هغه ته د يوه غلط او نا سم تصميم په سترگه گورو، دا د حزب اسلامي له لوړ شان ډېره لري ده چي د داسي توافق برخه شي او د داسي څېرو حمايت وکړي، حزب اسلامي به هيڅکله د داسي چا ملاتړ و نه کړي چي د دښمنانو په خدمت کي وي، د اشغالگرانو ملگرتيا کوي او د ناټو ځواکونو پر مزيد پاته کېدا ټينگار کوي. انجنير قطب الدين هلال په خپل سر او د حزب له اجازې او موافقې پرته کابل ته تللى، نه د حزب استازيتوب کوي او نه حزب دده له هڅو سره موافق دئ، که هغه په انتخاباتو کي د چا حمايت کوي او يا هم ځان کانديدوي دا په بشپړه توگه د هغه شخصي حمايت او ځانگړى تصميم وي او هيڅوک دي د هغه د حزب حمايت او دريځ نه تعبيروي، نو دا په بشپړه توگه شخصي حمايت دئ مونږ د هغه چا مرسته نه کوو چي امريکايکان يې را وړاندې کول غواړي.

په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x