شعـــــرونه

غزل: عبدالله ريحان

عبدالله ريحان

خـوب مې ليده چې مې ارمــان کډه له کلي بار کړه
یـــو چـا خبر کــړم چې جـــانان کډه له کلي بار کړه

ددغه ښـــــار له واکمنۍ وو دومـــره تنګ راغلـــی
په تـور ماښام يې تش په ځــان کډه له کلي بار کړه

قسم يې کـــړی د خــپل پلار غچ به ضرور اخلـــي
زمــــوږ د کلــي تنکي ځــوان کډه له بـــار کــــړه

دا چې نن ګرځي در په در له سترګو اوښکې درومي
دې مسافـــر ستړي ستـــومان کډه له کلـي بار کـړه

هله رادرومـــه ماښومـــــونه مو سلګـــــو نيـــولـي
سپينې سپــــوږمۍ مـو له اسمان کډه له کلي بار کړ

بلبــــــلان ژاړي او شبنـــم په ګلبـــڼ نه ورېـــږي
نرګس، غاټول، ګلاب، (ريحان) کډه له کلـي بار کـړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x