افغانستان

طالبانو په بدخشان کې مهمه ولسوالي (کران و منجان )ونیوه

bdkدبدخشان امنیتي چارواکو ومنله چې طالبانو په بدخشان ولایت کې دکران منجان ولسوالي نیولې، خو دولتي عسکرو ته داوښتې زیان په اړه یې څه نه دي ویلي. دطالبانو ویان ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لیږل شوې خبر پاڼه کې ویلي ، تیره شپه یې دبدخشان ولایت دکران ومنجان په ولسوالي پراخ وسلوال برید ترسره کړی، چې په نتیجه کې یې دولسوالۍ مرکز نیولی او دیرش تنه امنیتي عسکر، او دولتي کارکوونکي یې ژوندي نیولي.

همداراز ولسوالۍ له مرکز نه یې ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې او مهمات ترلاسه کړي.

په سیمه کې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي دکران ومنجان ولسوالۍ مرکز دطالبانو لاس ته لویدلي خو دولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې لا هم جګړه شته .

دنیول شوې ولسوالۍ پر سر دبدخشان ولایت امنیتي چارواکې یوه خوله نه دي ، دنوموړي ولایت امنیه قومندان امام الدین مطمین دولسوالي دسقوط خبره تاید کړې خو امنیتي عسکرو ته داوښتې زیان راپورونه یې رد کړی، نوموړي زیاتوي دولسوالي مرکز ډیر ژر سقوط وکړ او پکې میشتو عسکرو تکتیکي عقب نشیني کړې.

له بلې خوا دبدخشان ولایت دوالي ویاند عبدالمعروف دولسوالۍ دنیولو خبر رد وي او وایي چې دولسوالۍ پرسر جګړه روانه ده .

څه موده وړاندې هم طالبانو دوردوج ولسوالي کې پرحکومتي ځواکونو پراخ بریدونه ترسره کړل چې له امله یې ګڼ شمیر امنیتي عسکر مړه او ژوبل شول، زیات شمیر پوځي عرادجات یې وسوځول شول.

په بدخشان کې په څو نیژدې ورځو کې دا دوهمه قوي حمله ده چې طالبان یې ترسره کوي او ددولت یو مهم اداري واحد ترخپل کنترول لاندي راولي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x