شعـــــرونه

شعر: اسدالله غيرت

اسدالله غيرت

پرې مې ږده چې ، ژوند نه د هغه ژوند ګټې سازې کړم
پرې مې ږده ، چې ځان ته د جنت دروازې وازې کړم

ځان به د عذاب له دايرو څخه را وباسم
ژوند به نور له تورو تورو شپو څخه را وباسم

ځان ته به په ژوند د ښه عمل ګلونه کر کړمه
بيا به يې الله ته د جنت بدل کې ورکړمه

ژوند به د يوه ښکلي رضا لپاره وقف کړم
واړه زندګي به دالله لپاره وقف کړم

مينه د دنيا به د ګبري رود ته تويه کړم
پاتې زندګي به د ثواب په غيږ کې لويه کړم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x