نړۍ

هند کې د تندر پرېوتو له امله ۷۹ تنه ووژل شول

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، چنګاښ ۲، ۱۳۹۵ل): د هند په درې ايالتونو کې د تندر پرېوتو له امله ۷۹ تنه وژل شوي دي.

د چارواکو په وينا په بهار ايالت کې ۵۳ تنه وژل شوي دي.

جهارکنډ کې لس تن او مدهيه پرديش کې هم ۱۶ تنه وژل شوي دي.

هندي رسنۍ وايي، چې ډېری خلک هغه مهال ووژل شول، چې په خپلو کښتونو کې يې کار کاوو.

هند کې د پرله‌پسې ورښتونو پر مهال د تندر پرېوتو له امله خلکو ته د مرګ ژوبلې پېښې ډېرې ترسترګو کيږي.

طبعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چې ۲۰۰۵م راهيسې په هند کې له دوو زرو زيات خلک د تندر پرېوتو پېښو کې وژل شوي دي.

د هند په ګاونډي هېواد بنګلادېش کې هم د تندر پرېوتو له امله د مرګ ژوبلې پېښې زياتې شوي دي.

ساينس پوهان وايي، چې په نړيواله کچه د تودوخې درجې د لوړېدو سره د تندر پرېوتو پېښې زياتې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x