
په سینوهه ناول کره کتنه
محمد جميل جمال
سینوهه د لرغوني مصر د یوه فرعون ( اخناتون ) ځانګړی طبیب دی. سینوهه خپلي خاطرې په پاپیروس لیکلي وې، چې وروسته بیا د کیندلو پر مهال د لرغونپوهانو لاس ته ورغلې چې میکا والتاري د همدغه خاطرو او نورو مطالعاتو له مخي یو لوی په زړه پوري او تاریخي ناول ولیکه چې راوي یې سینوهه دی.
چې له میلاد څخه ۳۹۰۰ کاله مخکي په مصر کې لیکل شوي دي د دې ټوټو اصل لیکوال نه دی معلوم خو داسي ویل کیږې چې
همدا سینوهه به وي دا لیکني د پاپیروس په ټوټو په هیروګلیپ لیک لیکل شويدي.
په دې کتاب کې د لرغوني مصر او شاوخوا سیمو د وګړو ، دولتونو ، سیاست ، اقتصاد ، کلتور ، خدایانو ، جنګونو او سولو داسي څه لولو چې د لرغون پیژندونکو څېړنو هم تایید کړيدي .
دا کتاب میکا والتاري په فنلندي ژبه ولیکه چې اول وار په ۱۹۴۵ م کال کې چاپ شو او تر اوسه په څه د پاسه څلویښتو ژبو ژباړل شوی ده میکا والتاري په ۱۹۰۸ م کال په هلسنګي کې زیږيدلی ده پلار یې په پروتستانت کلیسا کې دنده لرله او ترڅنګ یې لیکوال هم وو میکا والتاري لمړی د خپلي مور په غوښتنه دینپوهنه پيل کړه، وروسته يې په فلسفه ، ښکلاپوهنه او قتصاد کې هم زده کړي وکړې داسي ویل کیږي چې د پلار لیکنو به یې لیکوالي ته هڅولی وي. دی لا د ۱۷ کلونو و چې دیني لیکني او بیا يې وروسته هنري لیکني پیل کړې والتاري هومره مشهوره نه وو خو د سینوهه د تاریخي ناول له لیکلو سره یې نوم د هر لوستونکي خولې ته ولوید .
سينوهه ناول پر دې جمله پيلېږي:
«د ماشومتوب وختونه مې:
هغه سړی چې ما خپل پلار وباله د طبیس د بیوزلو ډاکتر و او هغه ښځه چې ما خپله مور وبلله د هغه میرمن وه دوئ تر زړبودۍ پوري اولاد نه درلود، له دې امله چې دوی ساده ګان وو، نو ويل يې چې زه خدايانو وراستولی يم.»
په دې توګه دی د خپل ژوندانه کيسه پيلوي، په کرونولوجيکه بڼه پېښې سره پېيي.
دا ناول يوه عمومي لانجه لري، چې هغه د بابل او هاتي هېوادونو د پوځ او جنګي بېړيو شمېر معلومول دي. دا دنده ورته هُرم هب سپارلې وي.
دی پکې اول بابل ته ځي، بيا هاتي ته او هلته دې مقصد ته ورسېږي، يانې د پوځونو شمېر معلوم کړي.
د ناول منځ:
دا برخه هلته پيلېږي، چې کرکټر په عمومي لانجه (د پوځ او جنګي بېړيو شمېر معلومولو) پسې وځي.
د اوج ټکی، چې د منځ وروستۍ برخه ده او تر دې وروسته کيسه مخ په ځوړ ځي.
په دې حالت کې کرکټر له داسې پېښې سره مخ کېږي، چې نور له لوستونکي څخه د لانجې د حل لوری-لودن ورکېږي. خو کرکټر يې په ډېر مهارت سره حلوي.
نو د سينوهه ناول د اوج ټکی، هغه دی، چې سينوهه غواړي (مېنا) د بابل له پاچا (بابرياش) څخه وتښتوي. او بلې خوا ته (کپټا) – چې د سينوهه مريی دی – د درواغو پاچا شوی دی، مازيګر نږدې دی، نور نو بايد کپټا ووژني. سينوهه به کپټا له مرګه ژغوري. دا تر ټولو ستره پېښه ده، چې سړی يې پر حل نه پوهېږي. چې دغو دواړو پېښو ته د اوج ټکی وايو.
مثلاً:
سينوهه چې په خپل هنر سره (مېنا) او (کپټا) راوتښتوي. کيسه مخ په ځوړ روانه شي. نوره ستره پېښه چې حل يې ناشونی وي. مخ ته نه راځي. کيسه مخ په عادي کېدو روانه ده. سينوهه له (مېنا) او (کپټا) سره (هاتي) ته رسېږي. هلته مېنا د نڅا سيالي ګټي. سينوهه ته وار په لاس ورځي، چې د هاتي هېواد د پوځ او جنګي بېړيو شمېر معلوم کړي. د مېنا ګټه نوره لانجه بېخي عادي حالت ته بيايي.
د فرعنوو د وخت مذهب او عقیده :
د مصر د خلکو داسي عقیده وه چې فرعون د دوی خدای ده له لمر څخه پیدا شوی ده او کله چې مړ شي لمر ته ورغاړي وځي. د مړو مومیایې کول تر څو په بله دنیا کې هم ژوندی پاتي شي ، خلکو یې داسي عقیده وه چې د مرګ په وخت کې د انسان له پزي مرغه وزي .
د سوريې خلکو د بال په نوم خدای درلود چې د غلا په تور نیولی کس به یې ورته قرباني کاوو دې خلکو به چې بیا کله سفر کاوو نو مخونه به يې په تېرو کاڼو ویني کول تر څو خدایان یې مل او خپل هدف ته په خیر ورسیږي ، په سوریه کې به ډاکتر د ناروغ کورته ورتله او داسي فکر به يې کاوو چې خدایانو ورته رالیږلی ده .
بابل د خلکو خدای مردوک نومیږي او د ایشتار عبادت هم کوي ډاکترانو به يې ویل چې د انسان برخلیک ستوري ټاکي .
دا د دوی عقیدې وې خو سینوهه په یو خدای عقیده لرله وایې چې لکه اوس چې څنګه خلک دي زر کاله وروسته به هم همداسي خلک وي بل یې خپلي تجربې موږ ته په دې ناول کې بیان کړي یعني خپله وړتیا یې پکي ښکاره کړي ده.
یو کار چې محمد عیسي ستانکزي په دې ناول کې کړی ده هغه دا چې خپلي خبري یې په ناول کې ځای په ځای کړي دي یعني خپل نظر په ناول کې خښول چې دا یې د کمزوري ټکی ده او د ناول د حجم د لوی والي دلیل هم دا کیدای شي.
دا یو پوچ ناول دی چی مسلمان له دین او عقیدی سره بیباکی ته تشویقوی، دا ناول ما په ۲۰۰۰ کال کی په تهران کی تر نظر تیر کری، په دوه زخیمو جلدونو کی فارسی ژبی ته ژبارل شوی، ما چی کوم عجیب و غریب کتابونه د هغه وخت په ایران کی ولیدل نو د شیعه ایرانی تولنی د عقیدتی بی بندوباری اساسی سبب راته شکاره شول چی دی پرنفوسه تولنی ته یی د فرهنگی توکو تر نوم لاندی نفوذ کری دی. مونژ افغانان که په پشتو ژبه دیر لژ لیکلی آثار لرو هم تر هغو بهتری یو چی دیر… نور لوستل »
ضخیمو