دیني، سیرت او تاریخ

د انسان لپاره شیطاني دامونه -اول ځنځیر

عبدالمالک روحاني

 

په دې لړۍ کي به د شیطان هغه اوو دامونه درته بیان کړو، کوم چي د انسان لپاره یې ایږدي. تل یې کوښښ دا وي چي په همدې دامونو کي انسان راګیر کړي او جهنم ته یې له ځان سره ملګری کړي.
دا هغه زنځیرونه دي چي خامخا یوه نه یوه کي موږ راګیر یو. نو څنګه کولای شو چي دا دامونه وپیژنو او ځان ورڅخه وساتو!؟
په همدې لړۍ کي د دامونو تر څنګ له هغو څخه د ځان خلاصون لاري چاري هم بیانېږي.

اول زنځیر

پر لومړي زنځیر شیطان درته وایي:- کافر سه!
د شیطان کوښښ دا وي چي انسان کافر کړي، پر کفر یې مستحکم کړي او له دنیا څخه یې د کفر په حالت کښي تیر کړي؛ تر څو جهنم ته یې له ځان سره ملګری کړي.
نو که چیري ته ورته داسي ووایې

(اَشهدُ انْ لا اِلٰهَ الا الله و اَشهدُ انَّ محمّداً رسولُ الله)

“”زه شاهدي ورکوم د دې چي نسته لایق د عبادت بغیر له الله جل جلاله څخه او زه شاهدي ورکوم د دې چي محمد(صلي الله علیه وسلم) د الله تعالي رسول دی “”

الحمدلله دجهنم د تل(پای) څخه خلاص سوې او د شیطان د زنځیر اوله کړۍ وشلېدل!!

اوس نو د دوهمي کړۍ انتظار کوو، چي شیطان به دوهم کوم دام راته غوړوي، تر څو پکښي راګیر مو کړي… .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x