نظــر

لویه فتحه!

ننني خبري راپورونه ښیې چي د اسلامي امارت قهرمانو مجاهدینو د شمال ختیځ ولایت (بدخشان ) د کران او منجان ولسوالي په بشپړه توګه فتح کړې ده ،ګڼ حکومتي عسکر یې  نیولي ، وسلې ، موټر او نورو سایط یې ولکه کړي دي . دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوې خبرپانه کي ویلي چي تېره شپه یې دولس بجې  دبدخشان ولایت دکران او منجان ولسوالۍ پر مرکز تعرضي برید کړی چي له لږ مقاومت وروسته یې دغه ولسوالي په مکمله توګه فتح کړې    ،

دیرش تنه پولیس یې ژوندي  نیولي ، د یادي شوي  ولسوالۍ ولسوال او امنیه قوماندان یې تښتیدلي چي دلټون چاري یې رواني دي ، همدا راز مجاهد وایې چي په دغه حمله کي یې ګڼ شمېر مختلف النوعه وسلې ، مهمات او موټر هم ولکه کړې دي.
دکابل ادارې منسوبینو لومړی انکار کاوه چي طالبانو دي همدا ولسوالي نیولې وي  خو وروسته یې ضد و نقیض ادعاوي او څرګندوني رسنیو کي نشر شوې، د بدخشان امنیه قوماندان امام الدین مطمین افغان اسلامي اژانس ته ویلي چي طالبانو دولتي ځواکونه شاتک ته اړایستلي اودکران اومنجان ولسوالي یې ترې نیولې ده، خودهمدې ولایت ولایتي  ویاندعبدالمعروف راسخ بیادطالبانوله خواددغي ولسوالۍ له نیولوچولټ انکارکوي  ،دطالبانولاسته دکران اومنجان ولسوالۍ له لوریدلودراسخ له انکارسره په یوه وخت کي دبدخشان ولایت دهمغږۍ قوماندان اسحق تمکین بي بي سي ته اقرارکړی  چي همدا ولسوالي یې په یومخیزډول له لاسه وتلې ده.
سیمه ییزوخلګورسینوته ویلي چي دکران اومنجان  ولسوالي  طالبانوولکه کړې ،دوی وایې چي دمرګ ژوبلي باوري معلومات نه لري خودجګړې په میدان کي لیدل کیږي چي دحکومتي عسکرو یوشمېرموټرسوځیدلي دي.
داسلامي امارت قهرمانومجاهدینوپه د ېوروستیوکي دحضرت خالدبن ولیدرضی الله تعالی عنه دپیل کړوعملیاتوپه لړکي دهیوادپه مختلفوسیموکي پراخي سیمي ان دولسوالیوپه سطحه لویې لویې علاقې داشغالګرواووداخلي لاسپوڅوله کرغیړنوقدمونوڅخه یې پاکي کړې ،یرغلګروځواکونواوداخلي ملګرویې پرله پسې دمجاهدینوپرضدپراخ عملیات شروع کړل چي هوایې ځواک ،توپخانې اومځکنیومجهزولښکرویې ملاتړکاوه خودلوی خدای جل جلاله په مرسته اودمجاهدولس په ملاتړاتلومجاهدینودښمن ته ډیرسخت ګوزارونه ورکړل ډیرعسکریې ځیني ووژل ،ونیول اوپاته شوني یې بیرته تورمخ اوټیټي سترګي خپلوسمڅوته وشړل ،مثالونه یې په ننګرهارکي دشیرزادواوحصارک، لوګرکي ازره، هلمندکي سنګین، غزني کي واغظ ،شیلګراوناوه، فاریاب کي قیصار، بادغیس کي مرغاب، دایکندي کي ګیزاب، ارزګان کي دهراوداوخاص ارزګان اودکندهار، پکتیا، پکتیکا، کونړ، نورستان ، سرپل ، فراه او…..ولایتونوپه مختلفوسیموکي دښمن ته کاري ګوزارونه ورکول اوله سیموڅخه شړل دي.
که څه هم دښمن پورته ذکرشووولایاتواولسوالیوکي پیل کړي عملیات درسنیوپرپرده بریالي اعلان کړل خووروسته دکابل  ادارې ځینوچارواکوومنله چي په دغوعملیاتوکي کومه لاسته راوړنه نه لري اوهسي  بې ګټي پای ته رسیدلي دي ،یوه هم له هغوسیموچي دښمن په اصطلاح تصفیوي عملیات  پکي پای ته ورسول دبدخشان ولایت وردوج ولسوالي ده چي طالبان اوس هم روزمره پکي دبریاووراپورنه ورکوي، همدانن ددغي ولسوالۍ په یخشیره سیمه کي طالبانودیوه کمین په ترڅ کي دیارلس تنه پولیس اواربکیان وژلي  اونهه تنه یې ژوبل کړي دي.
وروسته تردې چي په وردوج کي تصفیوي عملیات!!  پای ته ورسیدل خودطالبانوبریدونولادرسنیوسرخي جوړل دولسي جرګې یوشمېرغړوسخته اندیښنه وښوده اوبیایې ودغي سیمي ته یوپلاوی واستاوه چي حالات له نژدې وارزوي داستول شوي هئیت تحقیقات لاندي په ډاګه شوي چې نن ددغه ولایت دکران اومنجان  ولسوالي په بشپړه توګه  طالبانوترخپل ګورت لاندي راوستله.
دبدخشان ولایت  وردوج ،شهداء اوجرم نوري هغه ولسوالۍ دي چي طالبان ښه پکي فعال دي ،اووخت په وخت پرخارجي یرغلګرواوکورنیوعسکروهېښونکي حملې کوي.
دکران اومنجان ولسوالي چي  دنورستان دپوشال  سره ګډه پوله  لري، دکابل ادارې ته خورالوی سرخوږی جوړولای شي ځکه په نورستان کي لاله وړاندي طالبان مسلط دي حتی دځینوولسوالیودمراکزوپه شمول ددغه ولایت زیاتره برخي یې ترواک لاندي دي.
دبدخشان ولایت دکران اومنجان ولسوالۍ فتح دجهادي بهېرلو یه لاسته راوړنه اوستره سوبه ده سترڅښتن دي ژرترژره له ټول هیواده یرغلګراوملاتړي یې نیست اونابودکړي چي دیوواقعي اسلامي اوملي  نظام استحکام ته لاره هواره شي .امین !

میوند سادات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x