افغانستان

ملي امنیت شورا: حزب اسلامي د مذاکراتو لپاره نوي شرایط نه دې وړاندې کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۲مه ۱۳۹۵ل): د ملي امنیت شورا وايي چې د حزب اسلامي سره مذاکرات مخ پر وړاندې روان دي او دغه ګوند هېڅ نوي شرایط نه دي وړاندې کړي.

د ګډحکومت او د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د تېرو څو میاشتو راهیسې مذاکرات روان وو چې تېره میاشت پای ته ورسېدل او دواړو لورو د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

په وروستیو کې داسې اوازې خپرې شوې چې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ مذاکرات له ستونزو سره مخ شوي او حزب اسلامي د سولې لپاره نوی شرایط وړاندې کړي دي.

خو د ملي امنیت شورا وايي چې د دواړو لورو تر منځ مذاکرات ښه سم مخ پر وړاندې روان دي.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ ویلي چې د حزب اسلامي سره مذاکرات به ډير ژر نهايي شي. نوموړي هغه اوازې په کلکه رد کړې چې ګواکې حزب اسلامي د مذاکراتو لپاره نوي شرایط وړاندې کړي دي او په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې اساسه دي.

له بل لوري د حزب اسلامي له لوري د مذاکره کوونکي هیئت مشر انجنیر امین کریم هم دغه اوازې رد کړي دي او ویلي يې دي چې دغه ډول اوازې د سولې مخالفین خپروي.

نوموړي زیاته کړې چې یو څه تخنیکي ستونزې شته دی چې په دوه درې ورځو کې به هوار او د سولې سند به د لاسلیک لپاره اماده شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x