ورزش

راتلوونکو نړیوالو سیالیو لپاره ملي لوبډله اعلان شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۲مه ۱۳۹۵ل): ملي لوبډله د جولايي میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د سکاټلینډ په خلاف دوه نړیوالې یوه ورځنۍ لوبې لري چې دغې لوبې به د جولايي د میاشتې په ۴مه او ۶مه ترسره کیږي.

له سکاټلینډ څخه وروسته به ایرلینډ د پنځو یوه ورځنیو سیالیو لپاره د افغانستان کوربه وي. د سیالیو دغه لړۍ به د جولايي د میاشتې په ۱۰مه پیل او د همدې میاشتې په ۱۹مه پای ته ورسیږي.

نن د افغانستان کرکټ بورډ ادارې دغو سیالیو لپاره د ټاکوونکي کیمټې لخوا ټاکلو شوو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

د نړیوالو یوه ورځنیو سیالیو لوبډله:

محمد شهزاد، نور علي ځدران، جاوید احمدي، اصغر ستانکزی، رحمت شاه، محمد نبي، سمیع الله شینواري، نجیب الله ځدران، راشد خان، میرویس اشرف، ګلبدین نایب، دولت ځدران، حمید حسن، شاپور ځدران، امیر حمزه هوتک او یمین احمدزی

احتیاطي لوبغاړي:

ناصر جمال، عمران جنت او افسر ځاځی

د انټرکانټینینټل جام (څلور ورځني لوبې) لپاره لوبډله:

محمد شهزاد، نور علي ځدران، احسان الله جنت، اصغر ستانکزی، رحمت شاه، محمد نبي، سمیع الله شینواري، حشمت الله شهیدي، ظاهر خان، میرویس اشرف، ناصر جمال، دولت ځدران، سید احمد شیرزاد، یمین احمدزی

احتیاطي لوبغاړي:

جاوید احمدي، عبدالله او افسر خان ځاځی

د دغې ټاکل شوې لوبډلې په اړه د افغانستان د کرکټ بورډ مشر نسیم الله دانش وویل:« تیرو څو کلونو کې محمد شهزاد او محمد نبي په پرلپسې توګه د افغانستان لپاره ښه ځلیدلي. هغوي د روزوونکو له لوري د یوه ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لپاره ښه لوبغاړي بلل شوي او اوس د دې وخت رسیدلي چې هغوي د انټرکانټینینټل جام په څلور ورځنیو سیالیو کې هم خپل وړتیا ثابت کړي.»

نوموړې زیاته کړه:« دواړه لوبډلې به په یوه ورځنیو او څلور ورځنیو لوبو کې ښه کنټرول او وړتیا نندارې ته وړاندې کړي، مونږ له دې څخه ډاډه یو چې هغوي به په نړیواله کچه ښه لوبیږي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x