روان داوښکو بهېدن ده ، نور به څه اووايم – دحق پرست شعرونه

tears_oshkeشاعر: دمحمد ‍ظاهر خان( حق پرست )

خلق انتظار وو زمونږ دمينې توازن ته

زه چې په کوم وخت دخپل جانان په مقابله وم

ماچې زړۀ هم ورکړ دی په سترګو منندوی شو

ده چې اقرار وکړ زه درې ورځې په سجده وم

—————-

 


 

زندګې مې ټوله تېره په شعرو شي

هم آشنا راسره خوا کې په وختو شي

ځنکدن کې روح جانان راڅخه واخلې

بل مې سوال ځواب دقبر په پښتو شي

10/11/2010 چارشنبه12:00بجې دکلی خواته ( غزنی )

_________________


 

خيالونه مو پردي شول آرمانونه مو پردي شول

دځان په کور کې ګوره خپل کټونه مو پردي شول

دژبې او جامو خبره پرېږده (حق پرسته)

ضمېر ته به مونږ څه وايو که زړونه مو پردي شول

*****************


 

احساس رانه ورک شوی دی په خېال پسې اوس ګرځو

دفکرونو مقابله کې جنجال پسې اوس ګرځو

*حق پرسته* داسې وايه چې هرڅه رانه ورک دي

دجامو مېنځلو پاره په تال پسې اوس ګر ځو

******

غمونه دردونه په هر سړی اوس ډېر دي

چې غم دجانان نه وي نو غم ته مخه ښه

دهر افغان په خولۀ بس دايوه خبره

رڼا ته ښه راغلاست او تورتم ته مخه ښه

شاعري دمحمد ظاهر خان( حق پرست )

*********


 

زړۀ مې څه دارنګې غمجن ده ، نور به څه اووايم

لکه داوس مې ځنکدن ده ، نور به څه اووايم

مېندې بورې ، وينو رودونه ، يتېمان په ژړا

روان داوښکو بهېدن ده ، نور به څه اووايم

زما دزړۀ ښائست چې نه مني تباه ئې غواړم

هغه پاريس او که لندن ده ، نور به څه اووايم

څه فحاشې څه عياشې ددين ټغر ټولېږي

داښکلي روح مې په رفتن ده ، نور به څه اووايم

نفاق راغئ ، زده کړه پېغور دغلامۍ فکرونه

دا دهډوکو ماتېدن ده ، نور به څه اووايم

دنن په باغ کښې هر يوه تخم خوشحالی موندلی

زما صنوبر په رژېدن ده ، نور به څه اووايم

دهرې ژبې او خپل رنګ مرغان په خپله ونه

زما نه خپل ورور ګېله من ده ، نور به څه اووايم

په خولۀ يو څه ، په زړۀ بل څه ، کردار دي نور دی آشنا

هسي دسترګو پټېدن ده ، نور به څه اووايم

دډالرو په نوټو وجدانونه مو پلورلي

زما احساس په لړزېدن ده ، نور به څه اووايم

عالم به ژاړې زه به پټي سترګې داسې اورم

د(حق پرست) وروستئ دېدن ده ، نور به څه اووايم

18/04/2010 په  حق پرست کمپېوټر اکېډمی کې ماذېګر (ټانک– پښتونخواه)

شاعري دمحمد ظاهر خان( حق پرست )

****


دپښتون دبدحالۍ او بد بختۍ ديوانه

ګورم تاکې څه دي پاڼه پاڼه به دي لولم

خپل دي قبول کړي که په تاهم تپل شوي

تارېخ نه تر اوسه زاڼه زاڼه به دې لولم

8/06/2010 خپل کور غزنی


****

دعاشق بې پروائې هم څه سنګېنه غلطی ده

دمحبوب په درژړل هم څه عجېبه زندګې ده

ته به هسې يو دانا ئې هم بې تاجه بادشاه ئې

خو حېران به ئې هم دې ته چې داڅرنګ بادشاهې ده

25/05/2010 دکلی خوا ته زما په غنمو اوبه لګېدلی  (غزنی)


********

مېنه يوه ټکړه نده چې وائخلي ګوزار ئې کړې

مېنه يو الهام ده په الهام کښې به څه نه وائې

مېنه خو مجنون ده او الهام ئې ورسره لېلا

ګوره پدې مېم او پدې لام کښې به څه نه وائې

8/06/2010خپل کور (غزنی)


*****

سترګې وړه کۍ په بازار وګوری

زړونه کړئ پرهر پرهار ته وګوری

ټول وجود ئې ژر تر ژره ولولی

هسې نه چې بيا ښامار ته وګوری

18/08/2010 پنجشنبه ماسپښېن 2بجې خپل کور (غزنی)


ساقی دخدای په کور کښې دستا جام له کومه راغی

دژوند په سحرونو مې ماښام له کومه راغی

پرون دي راته ويل چې رقېب يو ځلی ورټه

جانانه دی خبرې ته ستا پام له کومه راغی

مونږ په آسمانونو کښې خوږې وږمې شېندلی وي

بيا دادغم طوفان زمونږ په بام له کومه راغی

زما دزړۀ په تل کې ښکلی سپېن سحر موجود دی

زما ښکلی احساس په غمجن دام له کوله راغی

جهان چې جهانی شي جهانونه جهانی شي

دستا په کتابونو زما پام له کومه راغی

زمونږه ددې مېني انتها خو په قيامت وه

ددې ځای که دبل ځای داشېطان له کومه راغی

راځئ دابنياد هغه بنياد ئې هم راوسپړو

چې خپله دوئ حېران شي چې داقام له کومه راغی

(حق پرست) چېري ته چېري د مېنی مقام ګوره

حېران يمه پدې طرف ستا ګام له کومه راغی

8/4/2010



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.