د روژي اوولسمه ورځ د تاریخ پاڼو کي

شفیق احمد ریان

بسم الله والحمدالله!

۱- د بدر الکبری غزا :

د روژي په ۱۷ ورځ په ۲ هـ ق کال کي چي د ۶۲۳ میلادي کال د مارچ د میاشتي له ۱۳ تاریخ سره سمون خوري د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مشري د مسلمانانو او د مکي د مشرکانو تر منځ جګړه وشوه ، دي تاریخ جوړونکي او سرنوشت ټاکونکي جګړه کي مسلمانانو سوبه وکړه د مکي مشرکین چي شمیر يي تر مسلمانانو ۳ چنده زیات وو شرمونکي ماتي وخوړله ، د اسلام د سرسخت دښمن ابوجهل ، امیه بن خلف ، عتبه په ګډون د کفارو لوي لوي سرداران دي جګړه کي ووژل شول ، دا جګړه چي د فرقان په نوم هم یادیږي د کفر او اسلام لومړنۍ جګړه وه .

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لور رقیه رضي الله تعالی عنها وفات :

د روژي په ۱۷ ورځ په ۲ هـ کال کي چي د ۶۲۳ میلادي کال د مارچ له ۱۳ تاریخ سره سمون خوري د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور او د امیرالمؤمنین حضرت عثمان بن عفان رضي الله تعالی عنه میرمن حضرت رقیه رضي الله تعالی عنه وفات شوه ، حضرت عثمان رضي الله تعالی د بدر د غزوي لپاره پوره تیاری کړي وو ، دا چي میرمن يي حضرت رقیه رضي الله تعالی عنها سخته ناروغه وه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په امر د هغي د خدمت لپاره مدینه کي پاتي شو ، رسول الله صلی الله علیه  وسلم د بدر د غزا په نیول شویو غنیمتونو کي نوموړي ته برخه ورکړله ، د حضرت رقیه رضي الله تعالی عنها له وفات څخه وروسته رسول الله صلی الله علیه  وسلم خپله بله لور ام کلثوم رضي الله تعالی عنها حضرت عثمان رضي الله تعالی عنه ته په نکاح کړله له همدي امله د ذوالنورین په نوم ملقب شو .

د ام المؤمنین حضرت عائشي رضي الله تعالی عنه وفات :

د روژي په ۱۷ ورځ په ۵۸هـ ق کال کي چي د ۶۷۸ میلادي کال د جولای د میاشتي له ۱۲ تاریخ سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم میرمن او د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه لور ام المؤمنین حضرت عایشه رضي الله تعالی عنها د ۶۷ کلونو په عمر د حضرت معاویه بن ابي سفیان رضي الله تعالی عنه د واکمني په مهال  وفات شوه ، د نوموړې له وصیت سره سم په جنت البقیع کي د شپي مهال خاورو ته وسپارل شوه .

د عموریه تاریخي جګړه او د بیزنطیانو ماتي:

د روژي په ۱۷ ورځ په ۲۲۳هـ ق کال چي د ۸۳۸ میلادي کال د اګست د میاشتي له ۱۲ تاریخ سره سمون خوري د عباسي خلیفه معتصم په مشري مسلمانانو د بیزنط عیسوي حکومت ته درنه ماتي ورکړله ،تاریخ کي راغلي دي چي عیسویانو دهغه ځای په مسلمانانو ډير ظلمونه کول ، یوه ورځ يي یوه مسلمانه  میرمن شکنجه کوله چي د نوموړي له خولي څخه د واه معتصماء چیغه ووتله ، دا خبره چي د معتصم غوږو ته ورسیدله ، له خپل ځایه پاڅید او وویل : لبیک ، په رب مي دي قسم وي چي تاسو به وژغورم ، نوموړي سمدستي یو قوي لښکر تیار کړ او د بیزنط عیسوي واکمني جرړي يي ویستلي .

د مصر له حکومت څخه د بیبرس لري کیدل :

د روژي په ۱۷ ورځ په ۷۰۹ هـ ق کال کي چي د ۱۳۱۰ میلادي کال د فبروري د میاشتي له ۱۷ تاریخ سره سمون خوري د مملکو مشهور بادشاه سلطان بیبرس له یونیم کال حکومت  وروسته له واکمني څخه ګوښه شو ، نوموړي د اسلامي نړۍ د یو والي لپاره ډيري هڅي وکړي او اسلامي امت ته يي زریني کارنامي تر شا پریښودلي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د