ټولنیزه برخه

د شیخ مقبل الوادعي رحمه الله څو زرين اقوال

ژباړن: عبدالمالک همت

د رنو دوستامو لاندي څرګندوني د یمن د یوه ستر اسلامي عالم شیخ مقبل الوادعي رحمه الله دي:

ـــ پوه سئ چي د اسلام دښمنان زموږ له ټانکونو، الوتکو او دافع هوا توپونو او ماشینګڼو څخه نه وېريږي. دوی دغه شیان تر موږ ډېر لري، (بلکي دغه شیان دوی موږ ته د مسلمانانو د وژلو لپاره راکړي دي). خو دوی چي ډېر په وهم کي دي له اسلام څخه دي او د دې سپېڅلي دین له رښتینو پيروانو ډېروېريږي. ځکه نو دوی زیات کوښښ کوي چي مسلمانان سره بې اتفاقه کړي. په تېره د اسلام دعوتګران کوم چي په مسلمانانو کي زیات عزت او منزلت لري او د مسلمانانو لارښوونکي بلل کيږي، لکه چي لوی څښتن جل جلاله فرمايي:

﴿ وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ (33) ﴾ [حۤم السجدة (فصلت) : ۴۱ : ۳۳]

ژباړه: د چا خبره د هغه چا تر خبره ډېره ښه ده چي خلک د لوی څښتن لوري(د الله تعالی توحید) ته بولي او (داسي) ښه (او د شریعت سره سم) کارونه کوي(چي الله په راضي کيږي) او وايي چي زه له مسلمانانو(فرمان وړونکو) څخه یم ؟

نو مسلمانانو ته په کار ده چي په يوه خوله او يوه زړه واوسي او پوه سي چي انسي شيطانان د مسلمانانو د يو والي د رسۍ د شلولو لپاره سخت لګیا دي.

ـــ که فاسقان موږ او زموږ دعوت(بلني) ته بد رد وايي، نو دا د اسلامي دعوت اغېز او بری باله سي. ځکه خلک پوهيږي چي فاسقان هغو کسانو ته بد رد وايي چي دوی غوندي نه وي، بلکي د خیر او صلاح خاوندان وي.

ـــ له علمای سوء سره داسي په احتیاط کي اوسئ او ځني ووېرېږئ، لکه د ابلیس سره چي په احتیاط کي اوسئ.

(علمای سوء هغو بدو عالمانو ته وايي چي دین په دنیا پلوري او ديني احکام ناسم تعبيروي او د کفارو او د هغو د پلویانو د ملاتړ لپاره يې استعمالوي).

ـــ علمای سوء ته مه اریانېږئ، که يې څه هم لويي ، لويي لنګوټې (پګړۍ) تړلي وې، ځکه دا ” عمائِم على بهائِم “ دي. (دا لنګوټې داسي معنا لري، لکه د څارويو پر سرونو چي پرتې وي).

ـــ د ډلو او ډلبازیو ناروغي د ايډز تر ناروِغي ډېره خطرناکه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x