
له بداخلاقه انسانه الله او ټول مخلوقات کرکه کوي
حامد افغان
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: کله چې له کوم بنده سره د الله مینه شي جبريل را وبولي او ورته ووایي: زه له فلاني سره مینه لرم ته هم مینه ورسره وکړه، جبرایل هم مینه ور سره وکړي، بیا د اسمان مخلوق ته اعلان وکړل شي چې الله عز وجل له فلاني سره مینه لري تاسو هم مينه ور سره وکړئ نو د اسمان مخلوق هم مينه ورسره وکړي، او بیا دا بنده په ځمکه کې هم خلکو ته منلی وګرځول شي.
او له کوم بنده نه چې الله کرکه کوي جبرایل راوبولي او ورته ووایي: زه له فلاني نه کرکه لرم ته هم کرکه ورنه وکړه نو جبرایل کرکه ورنه وکړي، بیا د اسمان مخلوق ته اعلان وکړل شي چې الله له فلاني نه کرکه کوي تاسو هم کرکه ورنه وکړئ او د اسمان مخلوق کرکه ورنه وکړي، او بیا د ځمکې د خلکو له پاره هم د کرکې وړ وګرځي.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” إِنَّ اللَّهَ إِذَا أَحَبَّ عَبْدًا دَعَا جِبْرِيلَ عَلَيْهِ السَّلامُ ، فَقَالَ : إِنِّي أُحِبُّ فُلانًا فَأَحِبَّهُ ، قَالَ : فَيُحِبُّهُ جِبْرِيلُ ، ثُمَّ يُنَادِي فِي أَهْلِ السَّمَاءِ إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ يُحِبُّ فُلانًا فَأَحِبُّوهُ ، قَالَ : فَيُحِبُّهُ أَهْلُ السَّمَاءِ ، ثُمَّ يُوضَعُ لَهُ الْقَبُولُ فِي الأَرْضِ ، وَإِذَا أَبْغَضَ عَبْدًا دَعَا جِبْرِيلَ فَقَالَ : إِنِّي أُبْغِضُ فُلانًا ، فَأَبْغِضْهُ ، فَيُبْغِضُهُ جِبْرِيلُ ، ثُمَّ يُنَادِي فِي أَهْلِ السَّمَاءِ ، إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ يُبْغِضُ فُلانًا فَأَبْغِضُوهُ فَيُبْغِضُوهُ أَهْلُ السَّمَاءِ ثُمَّ تُوضَعُ لَهُ الْبَغْضَاءُ فِي أَهْلِ الأَرْضِ ” . رواه البخاري ومسلم والترمذي وغيرهم.
زموږ خلک متل کوي وایي: د فلاني ملایکې بداوازه شوې دي، دا خبره د هغه چا په اړه کیږي چې یو چاته یې بد هم نه یې رسولي بیا هم خلک له هغه نه کرکه کوي او خلک دا دعا هم کوي چې یا الله ملایکي مې مه بداوازه کوه، دا راز داسې خلک هم شته چې چاته یې خیر هم نه یې رسولی خو بیا هم خلک مینه ور سره کوي او په خلکو ښه لګيږي. له دې تفصیل نه په ښکاره توګه په خپله ټولنه او چاپیریال کې د دې مبارک حدیث روښانه مصداق موندلی شو.
که په ټوليزه توګه هغه انسان تر څیړنې لاندي ونیسو چې خلک کرکه ور نه کوي راته معلومه به شي چې له بداخلاقه او شیطان صفته انسان نه خلک کرکه کوي، یو څوک چې سخت جګړه مار او بد اخلاقه وي هغه که چاته بد نه وي رسولي هغه هم کرکه ورنه کوي او یو څوک چې نرمخویه او ښه اخلاق لري هغه که چاته ښه او خیر نه وي هم رسولي په خلکو ښه لګیږي. بد اخلاقه او جګړه مار انسان په یوه بل نبوي حدیث کې درپیژنو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: الله له هغه انسان نه ډېره کرکه کوي چې هغه چالاک او سخت جګړه مار وي . عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: “إن أبغض الرجال إلى الله الألد الخصم” (البخاري ومسلم) .
امام النووي وایي : الالد او الخصم د هغه انسان خویونه دي چې حق ته په هیڅ صورت غاړه نه ږدي او په جګړه، جنجال او له حق نه په بغاوت کې مهارت لري. او دا هغه بدمرغه انسان دی چې د الله جل جلاله د سختي کرکي وړ او مستحق دي . العیاذبالله. لنډه دا چې له بداخلاقه او جګړه مار انسان نه الله د ځمکې او اسمان ټول مخلوقات کرکه کوي.
محترم حامد صاحب ! السلام علیکم ډېر په زړه پورې موضوع مو لیکلې ده، خدای تعالی دې ټول اجرونه او مزید توفیق درپه برخه کړي آمین د انسان مخ د نن سبا له پرمختللو سکرینونو (ښیښو) په نسبت ډېر پر مخ تللی یا په بل عبارت دا چې د مخ صانع زمونږ خالق جل جلاله دی کمپیوټري سکرینونه (ښیښې) یې ځای ته نشي رسېدلای او نه هم د مقایسې وړ دي. مونږ که دې دې سکرین (مخ) ته پام وکړو نو متعدد ما فی ضمیر حالتونه پکې انعکاس مومي، لکه هیجان، خفګان، وارخطایي، ارامي، خواب الودګي، سکون، شک او تردید،… نور لوستل »
محترم غوربندي صاحب الله مو خوشاله لره بردسته زیاتونه مو کړې ده،
او بل دا چې بیخي ډېره موده سره په اړیکه کې نه یو اوس خو به فیسبوک کاروې که اړیکه سره ولرو ته وا ښه به نه وي؟ موږ خو مو نشو هیرولی.
حامد صاحب او غوربندی صاحب السلام علیکم ! ستاسی لیکنی او تبصری په ځانګړی ډول زمونږ د پاره ډیری با ارزښتی او اموزنده دی الله ج دی اجرونه درکړی ، حامد صاحب زمونږ سره هم لیری وتی الله ج دی زمونږ سره بیا مینه زیاته کړی . د حامد صاحب د لیکنی په اړه : د حامد صاحب د لیکنی د تاییدولو په امتداد کی به زه هم یو څو جملی ورسره زیاتی کړم : اسلام د سولی دین ځکه دی چه د سولی د پاره ټول اړین اصلیتونه یی د ودانی محتویات جوړ شوی ، او هغه چه د… نور لوستل »