نړۍ

ملګري ملتونه؛ ملیحه لودي د محمود صیقل څرګندونې بې ځایه بولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۳مه، ۱۳۹۵ل): په ملګرو ملتونو کې پاکستانۍ استازې ملیحه لودي وايي چې هېواد يې په افغانستان کې مداخله نه ده کړې او د ستونزو د هواري لپاره هڅه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي محمود صیقل د امنیت شورا ته په خبرو کې د افغانستان په جغرافیه کې د پاکستان له مداخلې سر وټکاوه او ويې ویل چې ښايي دا مسئله د نړۍ امن ته ګواښ شي.

صیقل د تورخم مسئلې ته په اشارې وویل چې پاکستان په افغان خاوره کې تاسیسات پیل کړي او په ګنو ساحو کې د سپکو او درنو وسلو پرلپسې بريدونه کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې بیا ټینګار کوي چې دوی په افغان جغرافیه کې مداخله نه ده کړې او په وينا يې هر ډول ستونزه به د خبرو له لارې حل شي.

محمود صیقل بیا ګواښ کړی و، چې که پاکستان په تورخم کې له مداخلې لاس پر سر نه شي دوی به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي.

د تېرې اوونۍ (جوزا/۲۳مه) ماښام مهال د پاکستاني او افغان سرحدي ځواکونو تر منځ شخړه ونښته چې د اوونۍ تر پایه يې دوام وکړ او د پنځو ورځو لپاره دا لاره د ترافیکو او مسافرو پر مخ تړلې پاتې شوه.

د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال حکمت کرزي په مشرۍ اسلام اباد ته تللي پلاوي تر تګ وړاندې ویلي و، چې د همدې ستونزې د هواري په موخه حرکت کوي، خو لا هم نه دي توانيدلي چې د خبرو له لاري د پاکستاني تاسیساتو مخه ونیسي.

دې پلاوي دوه ورځې وړاندې رسنیو ته ومنله چې پر ډېورنډ کرښه د تاسیساتو هوکړه د SOP تړون له مخې شوې ده او دوی يې پر وړاندې قانوناً نه شي درېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x