نړۍ

ټرمپ: کلینټن د امریکا په تاریخ کې تر ټولو فاسده نومانده ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۳مه، ۱۳۹۵ل): د امریکا د راتلونکو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند رونالډ ټرمپ وايي چې د هغه سیاله هیلري کلنټن د امریکا په تاریخ کې تر ټولو فاسده نومانده ده.

ټرمپ چې په نیویارک کې د خپلو انتخاباتي منډو ترړو په اوږدو کې یوې ناستې ته خبرې کولې وویل چې د ډیموکراټانو نومانده هیلري کلنټن په منځني ختیځ کې د نا امنۍ عامل او د امریکا د اقتصادي کمزورۍ سبب دی.

د ده په خبره کنلټن غواړي « چې د امریکایانو په وږي کولو سره ځان موړ کړي.»

ټرمپ چې امریکا ته د مسلمانانو د ورتګ مخنیوي پخپلو کاري لومړيتوبونو کې ګڼي، کلنټن پر دې هم ملامتوي چې د ده په خبره امریکا ته د هغه چا د ورتګ مخه نه نیسي چې « همجنسبازان وژني.»

د هیلري کلنټن ویاند برایان فالن وايي چې بیا ټرمپ پخپلو اقتصادي پلانونو کې هم ناکام بولي، د ده په خبره پر دې ټول یوه خوله دي چې د ټرمپ اقتصادي برنامې به موږ له له اقتصادي رکود سره مخ کړي.

ټرمپ وړاندې تر دې هم ویلي و، چې که دی ولسمشر شي امریکا ته به د مسلمانانو پر ورتګ بندیز ولګوي، خو اوسني ولسمشر بارک اوباما بیا نوموړی د امریکا د ولسمشرۍ وړ نه بولي او په وينا يې که ټرمپ ولسمشر شي دا به د امریکا د تاریخ لپاره شرم وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x