fbpx

د نېکۍ بدله په دنیا هم شته – رښتینې کیسه‎

لیکوال: “محمد (العریفي)”
ژباړه: م. حمد الله (دانشمند)

تاریخ راوړي، چې یو سړی وه “ابن جدعان” نومیده، وایې: زه د پسرلي په موسم کي را و وتم، د خپلو اوښو سیل مي کاوه، هغوی ډېرې څربې وې، نژدې وه، چې غولانځې یې د زیاتو شېدو له امله و چوي، کله به یې چې جونګی ور نژدې شو، شيدو به یې دارې وهلې، دا د خیر، ښېګې او برکت نتیجه وه. یوې اوښې ته مي پام شو، بچی یې هم ور سره دی، د کور څنګ ته مي یو ناداره سړی وو، د (۷) لورانو پلار و، هغه را یاد شو. ځان ته مي کړه: په الله پاک مي دي قسم وي دا یوه اوښه او جونګی به و دې نادار څنګلوري وګړي ته ورکوم.

الله (جل جلا له) فرمایي: {لن تنالوا البر حتی تنفقوا مما تحبون}. [آل عمران:92]

ژباړه: تاسو به هیڅکله نیکې ترلاسه نه کړئ ترڅو، چې خیرات نه کړئ هغه مالونه، چې تاسو ته خوښ وي.

زما د خوښۍ مال همدا اوښه وه.

نوموړی وایي: اوښه مي له جونګي سره را ویسته، د څنګلوري دروازه مي ور و ټکوله، ورته کړه مي: دا زما له لوري له تاسره مرسته او همدردي ده!
وایې: په مخ یې د خوښۍ اثار څرګند شول؛ په خوله یې موسکا خوره شوه، خوله یې خوځيده؛ نه پوهېږم څه به یې ویل!

هغه به شیدې ترې لوشلې، لرګې یې پرې راوړه، د هغې جونګي به یې پلورل، د ژوند اړینې اړتیاوې به یې پرې مهار کولې. له یادې اوښې یې خورا ژوند سا واخیسته؟!

پسرلی تېر شو، د اوړي ګرمو وږمو واښه له ستوني تېر کړل؛ د وچکالۍ ټغر په زمکه و غوړېد. کوچیانو کوچ وکړ، د اوبو او وښو د موندلو په تکل کې دي، ماهم د هغوی په څېر کوچ وکړ، د اوبو لټون مي پیل کړ.

یو ژوره کنده مي و مونده، و هغې ته ور شېوه شوم تر څو اوبه را و کاږم، ویې څيښو درې ۳ زامن مي بالا ولاړ دي د اوبو په پار د انتظار شیبې شماري. لاندې پرېوتم؛ د بېرته ختلو چاره مي و نه مونده.

زامنو یې دوه – درې ورځې انتظار کاوه؛ تر څو یې د هغه د ژوند تمه و شکېده، ویل به یې: شونې ده مار به چيچلی وي/ شونې ده لاندې به لوېدلی وي، مړ به وي.

هغوی – العیاذ بالله – د ده (پلار) د مرګ شېبې شمارلې ترڅو یې موروثه مال و وېشي؟! کورته ولاړل، له پلار نه پاتې مال یې سره و وېشه؛ منځني زوی یې نورو وروڼو ته کړه: هغه اوښه مو هېره ده، کوم چې پلار مو و څنګلوري ته ور کړې ده، هغه یې حقداره نه دی، په بدله کې به ورته یو پمن اوښ ورکړو، اوښه او جونګی به ترېنه واخلو.

ورغلو، د ناداره دروازه یې کړس – کړس و ټکوله، ورته ویلې: اوښه را و باسه!

هغه ور غبرګه کړه: هغه خو ستاسو پلار راته د همدردۍ په توګه را کړې، هر سبا او هر ماښام یې له شیدو نه د خوراک په توګه ګټه اخلو، شیدې د نبوي وینا مطابق له خوراک او څېښاک بسنه کوي.

هغوی ورته وویل: ښه به داوي، چې موږ ته خپله اوښه و سپارې، په بدله کې یې اوښ رانه ومنې، کنه نو په زور یې درنه اخلو، یو څېز به یې هم بدله و نه مومې.

– هغه ورته کړه: په دې اړه به ستاسو پلار ته شکایت وکړم.

– هغوی ورته کړه: شکایت ورته کړې حال داده، چې هغه و مړ.

– هغه ورته و ویل: څنګه مړ شو؛ زه پرې نه یم خبر؟

– هغوی ورته کړه: په بیدیا کې په یوه ژوره کنده کې ولوېد، بیا یې لمر نه دی لیدلای.

– هغه ور ته و ویل: تاسو ما هغې سیمې ته ور ولئ، کومه کې چې مو پلار تری تم دی، بیا مو د خپلې خوښې کړنه تر سره کړئ. اوښ مو هم په بدله کې مه راکوئ.

کله یې چې هغې ژورې کندې ته بوتلی، کوم چې وفا دار ملګری یې پکې لوېدلی دی، سیمه یې و څارله، سمدستي کور ته راغلی، له ځان سره یې پړی، چراغ واخیستل، پړی یې د باندې کابو و تاړه، لاندې ور شیوه شو، په زیات محنت او تکلیف یې ځان د یادې کندې/ سپرغې بېخ ته و رساوه؛ ناڅاپه یې زګېروی تر غوږ شو؛ په څکېدا یې ځان د غږ سیمې ته نږدې کړ؛ یاد سړی یې و موند په داسې حال کې، چې د اونۍ په تېرېدو یې ساه لا په تن کې ده. یاد سړی یې را کش کړ، په ځان پورې یې و تاړه، را و یې خېژاوه، خورما یې په خوله کې ورکړه او اوبه یې کړل، په خپله شا یې را بار کړل او خپل کور ته یې را و رساوه.
نوموړي نوی ژوند پیل کړ، زامن یې له تېرې ماجرا نه نا خبره دي.

– هغه ورته کړه: ستا دي په الله پاک سره قسم وي په دې راز به مي پویوې؛ څنګه یوه بشپړه اونۍ تر زمکه لاندې وې؛ خو بیا دي هم ژوند له لاسه ور نه کړ؟!

هغه ور غبرګه کړه: ارو مرو به رښتینی حال درته و وایم: یادې کندې ته چې کله ور شېوه شوم، د وتلو لاره پرې را و تړل شوه، فکر مي وکړ: اوبو ته به نږدې ورشم له تندي به خوندي یم. همداسي مي وکړل، له تندي خوندي شوم خو له لوږې کړېدم؛ ځکه اوبو ترې بسنه نه کوله. له دریو ورځو وروسته لوږې مرګ ته نژدې کړم. دا وخت ستونې ستغ د شا پر تخته پرېوتم، خپل کار مي الله ته و سپاره؛ ناڅاپه مي د شیدو خوند احساس کړ؛ چې پر ژبه مي را څاڅي، یو لوښی مي په تیاره کې محسوس کړ؛ چا پرې اوبه کړم؛ خو څوک په نظر نه راتله. سړی را پیل شو په ورځ کې درې ۳ ځله راځي، په خوله کې شیدې را تویوي، لکن دا دوه ورځې کېږي، چې شیدې را نه بندې شوې دي، نه پوهېږم:ولي؟!

نوموړي ناداره وایې: ورته ویل مي: که یې په لامل پوی شې، نو حیران به شې! ستا زامنو داسې انګېرله: ته ارو مرو مړ یې، راغلو، اوښه یې رانه وا خیسته، کومه چې تاته یې الله پاک شیدې در څښلې! مومن د خپلې ښېګڼې په سایه کې وي، داراز ویل شوي: خیر، ښېګڼه کول انسان له بده مرګه خوندي ساتي.

یاد پلار زامن را و غِوښته، ورته ویلې: ځئ ذلیلو، مال زما او زما د څنګلوري سره نیمايي دی!

لیکوال وایي: دا رښتينې کیسه ده، د سلو کالو را په دېخوا را منځ ته شوې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د