
شعـــــرونه
غزل: سيد الهام
سيد الهام
یو خو مینه له اختیاره باسي څوک
بل دا ښکلي سم له کاره باسي څوک
په ورین سپين جبین څلور قطار خالونه
هریو ځانته له انکاره باسي څوک
هغه چاو ته بس نه کتل په کار دي
چي په ځان پسې له ښاره باسي څوک
رنګ یې ورکړې داسي هر خیال شیطاني دی
رکعتو کي چي له شماره باسي څوک
د هیچا کاله ته روغ رمټ ورمه سه
دنیايي غم له دیاره باسي څوک
دوه تعبیره لري یو مبالغه ده
توري سترګي له مداره باسي څوک
دا عادت مي دالهام دی په زړه پوري
په راتګ له انتظاره باسي څوک
2016/06/08 پکتیا ګردیز