نظــر

سرچوک آوازې/ خالد وردګ

رسنیو څه ګډوډ راپورونه  خپاره کړل چې ګوندې د ګلبدین د ګوند د سیاسي چارو د کمیسون پخوانی مشر او د اجرائیې شورا غړی انجینرقطب الدین هلال غواړي ولسمشرۍ ته د حکمتیار د حزب لخوا ځان کاندید کړي. په رسنیو ډیر اعتبار هم نه لرم، بیا د قطب الدین هلال دا خبره راته دروغ هم ښکاره شوه ځکه پخوا هم چا یو راپور خپور کړی و چې د دفاع په وزارت کې ورته د جنرالۍ رتبه او په ارګ کې د کرزي د مشاور په توګه ټاکل شویدی. خو ده په دوهم ورځ دا راپور بې بنسټه وباله ویې ویل چې لا د وررو اطاعت کوي او خپل مقدس جهاد(!) ته به ادامه ورکوي.

خیر! موږ هم دده په خبرو اعتبار وکړ، موږ ویل رسنۍ دي  د ځان د مشهورتیا لپاره هم داسې خبرونه خپاروي.  دا خبر لا د خلکو له ذهنونو نه و وتی چې هلال  بیا د رسنیو سر ټکی شو، ګوندې دی د حکمتیار صیب د ګوند لخوا ولسمشرۍ ته ودریږي. ما ویل ترې تیريږه دا بیا چا پسې د دروغو راپور جوړ کړی  خو چې  ورځ نيمه تېريده حقیقت څرګند شو چې دی خو په ريښتیا ځان کاندیدوي، هغه د جنرالۍ رتبه د ارګ مشاور ټاکل خو ريښتیا و.
د سر چوک اوزې
سرچوک کې بیا داسې ګونګوسي دي،   چې هلال ،  ګلبدین  په خپله  لیږلی دی څو له ۲۰۱۴ وروسته په دولت کې مخکې له مخکې  پایه خلک ولري. داسې هم ویل کیږي چې هلال  د حکمتیار نه په دې خفه شوی و چې ولې يې د سیاسي چارو د کمیسون د مشرۍ لرې کړ او پر ځای يې خپل زوم ږی غیرت بهیر  مشر کړ. ځيني لا وايي چې حکمتیار،  هلال کابل ته د نماینده په صفت لیږلی.   او ځیني خو بیا لا دا وايي چې دا هم د حکمتیار چال دی، خفګان کلونه پخوا رامنځته شوې، خو دوی څه نه ویل د هلال مرکې به د شهادت ورځپاڼې (!) سرټکي و،  دده لیکنې به ښه په درزو کې خپرېدلې، خو اوس حزبیان وايي چې دده عضویت يې ډیر پخوا   ختم کړی. دی د حزب نه غړی دی او نه هم د حزب په نوم فعالیت کولی شي.  
د سرچوک په اوازو کې بیا ځيني داسې وايي چې  هلال د ګلبدین د مرګه  اوریدلي ، ځکه  کوښښ کوي چې  زر تر زره په حکومت کې ځانته ځای پیدا کړي، دوی د ګلبدین په سر دې ځای ته ورسېدل او چې ګلبدین مړ شو نو دوی بیا څوک په کاسه کې هم ځان سره نه پریږدي. حزب هم وار د واره پاشل کیږي د کدر سړي په کې یو یو ځانته حزب جوړوي،  تر اوسه خو لا ۴ رسمي  ګوندونه میدان ته راوتي او چې د ګلبدین د مرګ خبره ريښتیا شي نو کیدایشي  هر کس په کې ځانته یو ګوند جوړ کړي.  ځيني آوازې لا داسې خپرې شوي چې  زیات شمېر حزبیان تر هغې له ګلبدین سره ولاړ  و چې مال، زور،  واک او دبدبه يې لرله، اوس  چې نه واک شته، نه مال او نه هم د اویایمو کلونو  زور،   بس هوښیار حزبیان ورو ورو د خپل ورور سره بې وفايي کوي ، یک تنها يې پريږدي او په دې کې خپل خیر ګوري. ځيني لا دا وايي چې دا هر څه د ورور ګلبدین د سرزورۍ پایلې دي.  د ګلبدین نیږدې ملګري وايي چې نوموړی په صفت ډیر خوشحاله کیږي او یغه پغه خبره، حقه وینا او دده مزاج خلاف وینا پرې داسې بده لګیږي لکه د ټوپک ډز، که چېرې  ورور حکمتیار په چپ اړخ پاڅېدلې وې نو کیدایشي اطلاعاتو ته امر هم وکړي چې سړی وار د واره ختموئ، ماغزو کې يې چینجی شوی.
۱۲ کلنه مبارزه (!)
اوس نو سړی نه پوهيږي چې ددوی  دا دولس کلنه مبارزه(!) د څه لپاره وه؟ دا د پردیو ځامنو قربانۍ دڅه لپاره وې؟ دا دومره شهیدان مو د څه لپاره ورکړل؟ دا کابل مو په څه لوټې لوټې کړ؟   له کونډواو  یتیمانو نه شرمیږئ، له شنو او سپينو جنډو چې د شهیدانو په قبرونو رپیږي  نه شرمیږئ؟ په کومو سترګو به له ګلاب زوی، تڼي، رنجبر، احمدضیاء مسعود، ډبل عبدالله، کمونست دوستم، محقق، خلیلي  او نورو سره کینئ؟ تر پرونه مو د کمونستانو وژل جهاد او غزا  بلله، مرګ مو شهادت بللو او نن ورسره څنګ کې کینئ؟ خنداګانې او خوشحالۍ کوئ؟
تاسو لکه په دې ولس چې مسخرې کوئ  کله  د جهاد اعلان وکړئ، د پېښور  ټاون او د حیات آباد غرونو ته وخېژئ، بله ورځ بیا نو په رسنیو کې ځان ښکاره کړئ چې ګوندې د ټاون  او حیات آباد له غرونو  را کوز شوي یئ نو  سیاسي او شخصي سفرونه پیل کړئ، درېیمه ورځ بیا پردي بچیانو ته امر وکړئ، چې ورشئ  بره کابل کې له یوې مخې  کمونستان  ناست دي  ويې وژنئ (فاضربوا فوق الأعناق واضربوا منهم کل بنان) آیت هم ورته وویئ، خو لا ورځ تېره نه وي چې د همدغه استشهادي سرښندنې  غندئ، ورور مو له تاسو خپه شي، له دندې مو ګوښه کړي، نو بیا ورور ته زور ښايئ چې ته مې له دندې ګوښه کولې شې زه هم کابل ته تللی شم،  نېغ کابل ته لاړ شې، د دفاع په وزارت کې دنده واخلئ، امريکایان چې تا يې د وژلو او ورسره د جهاد فتوی ورکړې وه، درته ۷۰۰۰ ډالر تنخوا في سبیل الله مقرره کړي، تاسې دا هم بیا ردوئ، چې نه؛ کابل زما کور دی ځم راځم به ورته خو په دولت کې کار نه کوم او نه د کوم سیاسي فعالیت لپاره راغلی یم، کابل مې یاد  شوی و، ما ویل چې لږ دیدن یې وکړم،   ورځ دوه لا تېرې نه وي چې د نوماندۍ اعلان وکړئ او بالآخره په دې دومره چل ول او ولس غولونو سربېره د خپل پنځه څلویښت کلن سیاست مدعي تحریک پر تابوت یو ټينګ مېخ ووهئ.
د خدای په روی:
دا ستاسو  مبارزه شوه  او له قربانیانو سره وفا، دا دومره تکلیفونه (!) مو د همدې لپاره وزغمل،   د خدای روی ته وګورئ، خدای ته به څه ځواب ورکوئ،  که خپله د مبارزې توان نلرئ،  د نورو د مبارزې او خپلواکۍ غوښتنې انرژي د خپلو اپلتو او ګندګیو پر پاکولو او ځوابولو مه مصرفوئ.

خالد وردګ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x