د روژي اتلسمه ورځ د تاریخ پاڼو کي

شفیق احمد ریان

 بسم الله والحمدالله

 د سیف الله خالد بن ولید رضي الله الله تعالی عنه وفات :

د روژي په ۱۸ ورځ په ۲۰ هـ ق کال چي د ۶۲۴ میلادی کال د اګست د میاشتي له ۲۰ تاریخ سره سمون خوري د الله تعالی ویستلي توره ، د مسلمانانو سپهسالار ، د اسلام وتلی قهرمان او تورزن حضرت خالد بن ولید رضي الله تعالی عنه له دنیا څخه سترګي پټي کړلي . حضرت خالد بن ولید رضي الله تعالی عنه د نړۍ په حربي تاریخ تر ټولو ستر فاتح بلل کیږي ، نوموړي د هغه وخت د دوو سترو امپراطوریو (روم او فارس) په شکست کي بنسټیز رول درلود . حضرت خالد بن ولید رضي الله تعالی عنه ټول ژوند د جګړو او جهاد په ډګرونو کي تیر کړ ، په تاریخ کي لومړنی جنرال دي چي هیڅ وخت يي کومه جګړه کي ماتي نه ده خوړلي .

له حضرت حسین بن علي رضي الله تعالی عنه سره د مسلمانانو بیعت :

د روزي په ۱۸ ورځ په ۴۰ هـ ق کال کي چي د جولای د میاشتي له ۲۴ تاریخ سره سمون خوري د امیرالمؤمنین حضرت علي رضي الله تعالی عنه له شهادت څخه وروسته مسلمانانو دده مشر زوي حضرت حسن رضي الله تعالی عنه سره د مسلمانانو د خلیفه په حیث بیعت وکړ . حضرت حسن رضي الله تعالی عنه له شپږ میاشتي خلافت وروسته د مسلمانانو د یو والي او د مسلمانانو تر منځ د ویني د تویدني د مخنیوي په خاطر له خلافت څخه تیر شو او خلافت يي حضرت معاویه بن ابي سفیان رضي الله تعالی عنه ته وسپاره . رسول الله صلی الله علیه وسلم د حضرت حسن رضي الله تعالی عنه په اړه فرمایلي : زما دا بچی سردار دی ، الله تعالی به دده په لاس د مسلمانانو د دوو لویوي ډلو تر منځ صلح وکړي .

  د یوسف بن تاشفین رحمة الله تعالی علیه په لاس د اندلس متحد کیدل :

د روژي په ۱۸ ورځ په ۴۸۴ هـ ق کال کي چي له ۱۰۹۱ میلادي کال سره سمون خوري د اسلام ستر قهرمان حضرت یوسف بن تاشفین رحمة الله علیه و توانید چي د اندلس پارچه پارچه وجود سره را ټول کړي او ددي هیواد مسلمانان سره متحد کړي ، اندلس د اموي حکومت له سقوط وروسته په کوچنیو، کوچنیو ټوټو او ملک الوطوافیو ویشل شوی وو.

په هند کي د مسلمانانو او هندوانو تر منځ خونړۍ جګړي :

د روژي په ۱۸ ورځ په ۱۳۶۵ هـ ق کال کي چي د ۱۹۴۶ میلادي کال د اګست د میاشتی له ۱۶ تاریخ سره سمون خوري د هند په کلکتي ښار کي د مسلمانانو او هندوانو تر منځ خونړۍ جګړي پیل شوي ، د جګړي اور د هندوستان نورو ښارونو ته هم خپور شو ، په یادو جګړو کي تقریبا ۷۰۰۰ اوه زره تنه انسانان ووژل شول .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د