دیني، سیرت او تاریخ

د حضرت محمد «ص» د رحلت څخه ورسته د بلال «ض» آذان

مبين وردګ 

د حضرت عمر فاروق (رض) د خلافت وخت کې چې کله اسلامي فوځ بیت المقدس ته راورسېد او بیت المقدس محاصره یې وکړه ، په دېوالونو باندې د غشو ویشتونکو او برچو غورځونکو ډېر لوی شمېر فوځ ولاړ ؤ ، د هغو انداز ویل کيږي چې مسلمانان کلا ته نیژدې راتلو ته نه پرېږدي ، د مسلمانانو سالار د کلاه چار چاپېره په ګرځېدو راګرځېدو سره لیدل چې له کومه ځایه په دېوال ختل کېدلي شي یا کوم داسې ځای شته چېر ته چې سوری وکړی شي ، او د ننه تللو لاره جوړه شي .

محاصرې څو ورځې دوام وکړ ، آخر یوه ورځ د لویې دروازې له سره یو اوچت غږ واورېدل شو؛ آیا ستاسې سالار د سولې لپاره مخکې راتلی شي ؟ مونږ غواړو چې ستاسې شرطونه معلوم کړو؟

ابو عبیده (رض) مخکې لاړ، خالد بن ولید (رض) هم له هغه سره ؤ، دوی ورته وویل چې د سولې د شرایطو د فیصله کولو لپاره د ستاسې سالار بهر ته راشي؛ له لږ ځنډ ورسته اسسقف سفرینوس له یو څو ساتونکو سره له لویې دروازې څخه بهر ته راغلل له هغه سره لوی صلیب هم ؤ.

ابو عبیده (رض) اسقف ته وویل : ولې کوم سالار موجود نه ؤ؟

اسقف ځواب ورکړ: سالار موجود دی ، مګر بیت المقدس هغه ښار دی د کوم چې عزت او اهمیت یوازې اسقف پېژندلی شي ؛ سالاران زما ته اثر لاندې دي زه غواړم چې دا ښار د انساني وینې له ککړتیا څخه پاک وساتل شي؛ مګر ستاسې د شرطونو د آوریدو څخه مخکې زه خپل یو شرط وړاندې کوم که هغه ستاسې ومنی نو مونږ ستاسې ټول شرطونه منو.

ابو عبیده (رض) وویل: محترم اسقفه ! دا ښار چې څومره ستا لپاره مقدس دی ، زما لپاره هم د احترام وړ دی ، دا د پیغمبرانو او نبیانو ښار دی ، مونږ ستا د غوښتنې احترام او عزت کوو ، ته خپل شرط ووایه؟

اسقف سفرینوس وویل: عزت من سالاره ! د دې په پوهیدو سره چې د سولې شرایط له تا سره فیصله کیدای شي، زه له تاڅخه دا غوښتنه کوم، چې خپل امیر المومنین حضرت عمر (رض) دلته راوغواړه، زه شرایط له هغه سره فیصله کوم، زه غواړم چې دا ښار په خپلو لاسونو هغه ته وسپارم، د پیغمبرانو په وجه دا ښار څومره چې ستاسې دی هغومره زمونږ هم دی.

ابو عبیده (رض) د هغه شرط ومانه ، امیر المومنین حضرت عمر فاروق (رض) یې له مدینې څخه راوغوښت، او عمر فاروق (رض) بې له ځنډه راوخوځېد.

امیر المومنین حضرت عمر فاروق (رض) چې کله د بیت المقدس محاصرې ته ورسېد نو مجاهدینو د لېونیانو په څېر خوشالی وکړې؛ د امیر المومنین یواځې راتګ هم د هغو حوصله ډېره اوچته کړه، اوس خو نور هم زیاته خوښي کولای شوای ، د بیت المقدس فتحه عادي فتحه او کامیابي نه وه ، امیر المومنین په په خپل ټول پوځ وګرځېد او له هر یوه سره یې روغبړ وکړ ، بیت المقدس د هغه خپل ښار و اوس یواځې د تړون لیکل پاتې ؤ.

له ټولو سره په لیدو لیدو کې د مازیګر د لمانځه وخت شو، آذان یې باید کړی وای چې هر چا کولای شوای، له امیر المومنین سره چې کوم کسان تللي وو، په هغې کې د مدینې مشهور مؤذن حضرت بلال (رض) هم و، بلال (رض) هغه موذن و څوک چې د اسلام تاریخ یې تر قیامته پورې هېرولی نشي.

چا وویل: امیر المومنینه ! لکه بیت المقدس غوندې مقدس او مهم ښار زمونږ په لمن کېرالوېدلی دی، په دې یوه ښار باندې فتحه شوي سلګونه ښارونه قربانولی شو، د دې لویې کامیابی په خوشالی کې که نن بلال (رض) اذان وکړي نو څومره به ښه وي مونږ بیت المقدس ته د بلال (رض) له اذان څخه ورسته ور ننوځو.

امیر المومنین د بلال(رض) لوري ته وروکتل ، بلال(رض) غلی ولاړ و، د هغه په څېره باندې د خفګان آثار نور هم زیات شول،بلال(رض) په نسل کې حبشي و، په لومړي سر کې یې اسلام قبول کړی و، د هغه غږ اوچت، خوږ او له سوزه ډک و، هغه د لومړي ځل لپاره آذان وکړ نو په مسلمانانو باندې یې هتما اثر کاوه ، نور خلک هم مسحور شول، دا د بلال(رض) د غږ جادو وه، د قریشو اهل د دې غږ د بندولو لپاره په بلال(رض) باندې دومره تشدد کړی و چې هغه به تر ډېره وخته پورې بې هوښه پروت و، کله چې پورته کیده نو لومړی غږ به چې د هغه له خولې څخه ووت هغه به د الله(ج) نوم و.

د هغه اذانونو په دښتو او غرونو باندې بې خودي او وجد خورا وه ؛ مګر د رسول کریم (ص) له وصال سره دا غږ غلی شو، بلال(رض) اذان کول پرې ښودل، د هغه په څېره باندې هر وخت د خفګان او غمجن والي تورې ورځې خورې وې، د دومره وخت په تېرېدو سره نن د لومړي ځل لپاره، بیت المقدس په دروازه کې امیر المومنین حضر عمر (رض) د هغې غوښتنې هیلې او اظهار وکړ.

امیر المومنین وویل: بلاله! زه هم پوهېږم چې ته څه فکر کوې مګر دا موقع داسې ده چې زه خپله غواړم چې ته آذان وکړې .

ټولو دا فکر کاوه چې بلال(رض) آذان نه ورکوي، مګر لږ ځنډ ورسته د هغه څېرې تاثیر بدل شو، هغه دې خواته او هغې خوا ته وکتل، هغه ته یوځای لږ اوچت نظر ته راغی، هغه تیز تیز ګام واخیست هغه ځای ته لاړ او ودرید په غوږنو یې لاس کیښود او له کلونو څخه ورسته د بیت المقدس په فضا کې هغه له سوز څخه ډک غږ په او چتیدو شو؛ چې د رسول الله (ص) له وصال سره غلی شوی و، په امیر المومنین او د هغه په ملګرو باندې چوپتیا خوره شوه، کله چې د بلال(رض) له ژبې څخه دا الفاظ ووتل : محمد الرسول الله نو د یو څو کسانو چیغې ووتلې، له هغه څخه مخکې د ټولو د جذباتو بند مات شو هیچا په خپل ځان باندې ولکه پاتې نه شوه؛ له اذان څخه ورسته ټولو مجاهدینو د امیر المومنین حضرت عمر (رض) په امامت لمونځ ادا کړ.

په راتلونکي ورځ د امیر المومنین حضرت عمر (رض) استازی له دې پیغام سره بیت المقدس ته ورغی چې امیر المومنین حضرت عمر بن الخطاب (رض) د سولې لپاره راغلی دي اسقف سفرینوس د همدې خبر لپار منتظر ؤ، هغه څو کسان له ځان سره راوستل او بهر ته راغلل، د تړون شرایط فیصله شول او اسقف د بیت المقدس د ښار کلیانې امیر المومنین حضرت عمر (رض) ته حواله کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x