دیني، سیرت او تاریخ

د انسان لپاره شیطاني دامونه – دوهم ځنځیر

عبدالمالک روحاني

پر دوهم زنځیر درته وایي:- الله لره شریک ونیسه!!
د شیطان کوښښ دا وي چي شرک درباندي وکړي.
او ته ورته وایې چي نه الحمدلله زه هیڅ وخت الله لره شریک نه نیسم.

خو کله نا کله د ځینو خلکو څخه شرک پېښیږی، هغه څنګه؟
اصلًا شرک درجې لري، د شرک له درجو څخه یوه هم داده: چي یو څوک یا یو شی په داسي مرتبه او درجه کي قبول کړې لکه زموږ د رب جل جلاله درجه. الله(جل جلاله) فرمایي: ته په هغه چا خبر یې چي د دوی خوښه، د دوی مزاج، د دوی خواهشات، د دوی رب او معبود وي؟

وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَآءِىَ الَّذِينَ كُنتُمْ تَزْعُمُونَ [القَصَص : ۶۲]

او هغه ورځ (دي دوى نه هېروي) چي كله الله دوى ته غږ وکړي او پوښتنه وکړي: “چيري دي زما هغه شريكان چي تاسي پرې ګومان کاوه؟

قَالَ الَّذِينَ حَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ رَبَّنَا هٰٓؤُلَآءِ الَّذِينَ أَغْوَيْنَآ أَغْوَيْنٰهُمْ كَمَا غَوَيْنَا ۖ تَبَرَّأْنَآ إِلَيْكَ ۖ مَا كَانُوٓا إِيَّانَا يَعْبُدُونَ [القَصَص : ۶۳]

دغه وينا چي په كومو كسانو باندي تطبيقيږي، هغوى به ووايي: “اې زموږ ربه بېشكه همدغه خلك دي چي موږ هغوى ګمراه کړي ول. موږ دوى هماغسي ګمراه کړل لكه څنګه چي موږ پخپله ګمراه شوو. موږ ستا په حضور کښي د بېزارۍ څرګندونه كوو. دوى زموږ بندګي نه كوله. (بلکي، د خپل نفسي خواهشاتو بندګي یې کول)”.

او دوی هم پر هغه لوري رهي وي، د ده رب او معبود د ده مزاج وي
نن ورځ که د ده مزاج او خواهش هر څه ورته وایي، دی په هغه پسې دی،نو ځكو د قیامت په ورځ به پر ټولو انسانانو ږغ وسي؛ چي هر څوک دي د هغه چا تر شا و درېږي چي ده یې عبادت کاوه او دځان اله او معبود یې ګرځولی وو.
نو هر چا چي د هر چا یا هر شي عبادت كړی وو هغه یې خپل اله او معبود ګرځولی وو، دهغه تر شا به دریږي.

ښه شیطان خو لومړی ویل کافرسه! تا ویل نه! بیا یې ویل: الله لره شریک ونېسه، د دغه حل او چاره څه ده؟

حل یې دادی چي خپل رب ته تر خپلو ټولو غوښتنو لومړیتوب ورکړو، څومره چي مو په وسه پوره وي د خپل رب اطاعت وکړو.
په خپلو نفساني غوښتنو او خواهشاتو پسي ونه ګرځو، خپلي غوښتني د رب(جل جلاله) تر امر دمخه نه کړو.
هو! خطا راڅخه پیښیږي، طبعًا تیروزو، خو توبه کاږو، د خپل رب تر اوامرو بل شي ته لومړیتوب نه ور کوو او نه بل شی له خپل رب سره شریک نیسوو.

د شیطان د زنځیر دوهمه کړۍ هم شلیدل!!

ورته لیکنې

Back to top button