نړۍ

امریکايي ورځپاڼه: اخیر به اسلامپالي واک ته ورګرزي او د کودتا پلویان به پښيمانه کیږي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله یوه مقاله کې لیکلي چې په مصر کې به یو ځل بیا اسلامپالان د واک واګي په لاس کې واخلي، او د پوځ پلویان، اوس وي او که وروسته، به په خپلو کړنو پښیمانه شي.

د مقالې لیکوال (جاسکن ډي) زیاتوي:

د مصر اوسني حالات نوي نه دي، په نړۍ کې په تیرو پنځوسو کالو کې د ولس په ملاتړ پوځي کودتاګانې څو ځله رامینځ ته شوي، خو بیا حالاتو تغیر موندلی.

لیکوال د مصر حالاتو ته په اشارې سره وايي چې دې ته ورته پیښې په نورو هیوادونو کې هم رامینځ ته شوي، د تایلینډ او ارجنټاین ولسونو د خپلو مشروعو حکومتونو د راپرزولو لپاره پوځ ته د مداخلې بلنه ورکړه، ولسونه په اول کې د پوځ په دغه اقدام باندې ډیر خوښ ول، خو کله چې ئې د پوځي کودتا نه وروسته ګډوډي، ظلمونه او کورنۍ جګړې ولیدلې په نظر او موقف کې ئې بدلون راغی.. هماغه وه چې له واک څخه راپرزول شوي واکمن یو ځل بیا واک ته ورسیدل.

جاکسون زیاتوي:

“ښايي سیکولرستان په دې نظر وي چې د پوځي کودتا د ملاتړ په پایله کې به ممکن د ددوی اهداف ترلاسه او یا به په واک کې شریک شي، خو دا ځکه ناممکنه ده چې نظامي قمندانان په خبرو او استدلال نه پوهیږي، هغوی د زور په چلولو ښه پوهیږي، نو د همدې کبله به هغه کسان چې له دغې کودتا سره ئې مرسته کړې يو وخت تر هرچا زیات پښیمانه وي”.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x