افغانستان

د هرات د مظلومو بنديانو اعتصاب لا هم دوام لري

دادی له يوې اوونۍ زياته موده تېره شوه چي د هرات ولايت په مرکزي زندان کي شاوخوا دوو زرو بنديانو د نه خوړلو په اعتصاب لاس پوري کړی چي ډیری یې له ډیر ستونځمن حالت سره مخ دي خو د کرزي اداره یې له ربړونو نه خوند اخلي  اوتر اوسه يې هم هيچا ږغ ندی اورېدلی، دغو بنديانو چي د خپلو حقه حقوقو د تر لاسه کولو په منظور يې اعتصاب کړی له پيل نه یې غوښتنه کړې چي له دوي سره دي د حکومت یو يو باصلاحيته هيئت وګوري ترڅو د خپلو قانوني غوښتنو په اړه ورسره خبري وکړي

خو د هرات د ځايي چارواکو په ګډون يو شمېر بې صلاحيته کسان د بنديانو د غولولو او ددوي د اعتصاب د بې نتيجې پايته رسولو پرلپسې هڅي کوي او کوښښ کوي مطبوعاتو ته خپل ځانونه عادلان او له بنديانو سره خواخوږي معرفي کړي.

قاري یوسف احمدي نن ټکی آسیا ته وویل چي دوی د هرات ولایت او ورسره د هیواد پر نورو زندانونو کي د بندیانو پر حالت باندي ژوره اندیښنه لري، او د بشر دحقوقو پر نړیوالو ادارو او نورو مدني ټولنو او خپلواکه نهادونو باندي غږ کوي چي خپل مسؤولیت ادا کړي، او د ظلم په مخنیوۍ کي دخپلي هڅي وکړي، او خپل بې پریتوب ثابت کړي.

نوموړي همداراز پر رسنیو غږ کړی چي د مظلومانو په اواز اوچتولو کي مرسته وکړي، او ددغو مظلومانو غږ تر نړۍ ورسوي.

باید وویل شي چی د بشر د حقوقو نړیوالي ادارې او د ملګرو ملتونو مختلف سازمانونه هرکله طالبان د بشر د حقوقو باندي په تیري تورونوي ولي بل خوا په کابل کي د واکمني ادارې پر ظلمونو او وحشتونو باندي سترګي پټوي، او یا یی په ډیره ټیټه سطحه یادونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x