افغانستاننړۍ

پېښور: پولیسو ۱۲۰۰ افغان مهاجرین نیولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۳مه ۱۳۹۵ل): د پېښور ښار پولیس وايي چې په تېرو ۱۴ ورځو کې یې ۱۲۰۰ «ناقانونه افغان مهاجرین» نیولي دي.

دی نیوز پاکستاني رسنۍ د راپور له مخې د پولیسو یو مشر عباس مجید مروت ویلي چې په تېرو دوه اونیو کې يې ۱۲۰۰ افغان مهاجرین چې په پېښور کې ناقانونه اوسېدل نیولي دي.

هغه زیاته کړې چې پولیسو ته یې امر کړی چې د هغه کسانو له ځورولو ډډه وکړي چې قانوني اسناد او مهاجر کارتونه لري.

د مهاجرینو نړیوال سازمان وايي چې اوسمهال په پاکستان کې ۱.۵ میلیون ثبت شوي افغان مهاجرین ژوند کوي. نورې ازادې سرچېنې د هغو مهاجرینو چې د پاکستان له حکومت او د مهاجرینو له نړیوال سازمان سره ثبت شوي نه دي شمېر هم یو میلیون ښيي.

په پاکستان کې د افغان مهاجرینو پر ضد اقداماتو د پېښور په ښوونځي تر برید وروسته زور واخېست. پاکستان ویل چې د ناقانونه مهاجرینو نیول او د دغه هېواد څخه ویستل د ملي عملي پلان برخه ده.

د پېښور پولیس وايي چې ډيری افغانانو جعلي کارتونه جوړ کړي او دوی په دې هڅه کې دي چې دغه کسان پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

دوی زیاته کړې چې په خیبرپښتونخوا کې لسګونه زره افغان مهاجرینو پاکستاني تابعیت کارتونه جوړ کړي دي او حکومت د ډیرو سیمه ییزو اوسیدونکو کارتونه له دې کبله چې د افغانانو شک پرې کېده بلاک کړي دي.

پاکستان کې د افغان مهاجرینو د ځورولو لړۍ تر هغه وروسته یو ځل بیا زور واخېست چې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د دروازې او تاسیساتو پر جوړولو نښتې رامنځته شوې. په دغو نښتو کې ۳ افغان سرحدي پولیس او یو پاکستانی افسر و وژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x