ورزش

هندوستان یوې سختې لوبې کې زیمبابووي ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۳مه ۱۳۹۵ل): د هندوستان او زیمبابووي لوبډلو تر منځ د دریو شل اوریزو سیالیو د لړۍ وروستۍ لوبه د هندوستان په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې زیمبابووي یوازې په دریو منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د زیمبابووي لوبډلې وګټله او د هندوستان لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. د هندوستان لوبډلې توپ وهوونکي ونه توانیدل سیالې لوبډلې ته ستر هدف وټاکي.

د هندوستان لوبډلې په ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د جادف نیمه سلیزې په مرسته یوازې ۱۳۸ منډې جوړې کړې.

د هندوستان لپاره یادف تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و. یادف په ۴۲ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۸ منډې جوړې کړې او د تریپانو په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره تریپانو تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه. تریپانو خپل څلورو اورونو کې یوازې ۲۰ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې درې لوبغاړو په سوځولو بریالی شو.

د زیمبابووي لوبډلې په ځوابي توپ وهنې کې په ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۳۵ منډې جوړې کړې او د ۳ منډو په توپیر يي ماتې وخوړه.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره سیباندا په ۲۳ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۲۸ او مور په ۲۱ توپونو د دریو شپږیزو په مرسته ۲۶ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

د هندوستان لوبډلې لپاره سران او کلکرنې دوه دوه ویکټې او پټېل او چهل یوه یوه ویکټه واخیسته. پټېل خپل ۴ اورونو کې ۱۸ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و.

د دغې دریو شل اوریزو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه زیمبابووي او دوهمه لوبه هندوستان ګټلې وه. هندوستان وروستۍ لوبې ګټلو سره د سیالیو دغه لړۍ ۱-۲ سره وګټله.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close