ادبي لیکني

لنډه کیسه – د شنې چادرۍ څېښتنه

د تنظیمي جګړو لمبې همغسې بلې وې، د کابل ښکلی ښار په داسې کنډواله بدل ؤ، چې په هره کوڅه او هر کونج کې یې لحظه په لحظه د وېرې او ډار خونړۍ څپې روانې وې.
د خپلو اولادونو تر څنګ د خپل شهید ورور څلور اولادونه او یوه کونډه مېرمن هم را دې غاړې وو. ما باید هر ماښام دومره څه پیدا کړي وای، چې د خپلو او د ورور د اولادونو مې شپه پرې سبا شوې وای.

د تېر په شان نن هم له میرویس میدان څخه د ښار په خوا په موټر کې سپور شوم، څو په ښار کې په خپله یو ټایره کراچۍ سره تر بېګا پورې، د څه پیسو په بدل کې د خلکو بارونه یوسم، د شا په سېټ کې له یوه په عمر پوخ سړي سره، د شنې چادرۍ لرونکې مېرمن هم ناسته وه.
د کابل په ښار کې هسې هم ګڼه ګوڼه کمه وه، خو نن د څو مخکینیو شپو او ورځو په پرتله یو څه ارامي ښکارېده، که څه هم خال خال ډزې اورېدل کېدې، خو دا عادي خبره وه، خلک اوس ور سره عادت شوي وو.
موټر د ښار په خوا په ورو ورو روان ؤ، په سړک پرتو خښتو او د نړېدلیو دېوالونو ټوټو د موټر د زیات سرعت مخه نیوله.
د دهمزنګ څلور لارې ته په رسېدو سره له یوې ړنګې ودانۍ څخه دوه وسله وال راووتل او یوه یې په لاس سره موټر ته د درېدو اشاره وکړه.
موټر ودرېد، یو وسله وال را مخکې شو، وړې چوغې سترګې یې یو ډول سرې او وېروونکې ښکارېدې، د موټر دروازه یې خلاصه کړه، سورلیو ته یې په چپ چپ وکتل، یو یو یې تر نظر تېر کړو او بېرته په پټه خوله د خپل بل وسله وال ملګري په خوا ورغی.
دواړه په خپلو کې څو شېبې سره څه وګړېدل، له لږ خبرو وروسته یې بل وسله وال ملګری د موټر په خوا راغی، ده هم یو یو تر نظر تېر کړو، ما ته یې د لاس په اشاره د ښکته کېدو وویل، په زړه کې مې یخې اوبه تېرې شوې، ټول بدن مې په لړزه شو، له ځان سره مې کلیمه وویله او ور ښکته شوم.
وسله وال د ټوپک په څوکه ټېله کړم، په تونده لهجه یې راته وویل: ( قوماندا صیب تېز ځه له تاسره مو کار دی)
تر څنګ مې ور وکتل، قوماندان نه یم، زما نوم حضرت ګل دی، غریب سړی یم، هره ورځ مزدوري کوم، نه په کوم تنظیم کې یم او نه یې مشر پېژنم.
په تونده لهجه یې خبرې راغوڅې کړې، خبرې مه کوه، که تر اوسه نه وې هم اوس به قوماندان شې.
دویم ملګری یې را مخکې شو، له سره مې یې لنګوټی را خلاص کړ، لاسونه یې کلک را باندې وتړل او د مخ په وړاندې تلو یې راته وویل.
یو ځل بیا مې په زاریو ورته وویل: خدای ته وګورﺉ، یتیمان را دې غاړې دي، خپل اولادونه مې هم د کاروبار نه دي.
دوه درې ګامه به مې لا نه وو اخیستي چې له شا څخه مې د چا د پښو د تېز تګ ښکالو واورېده، له همدې سره سم مې ښي مټ ته د چا لاس راغی او ټینګ یې ونیولم، د سترګو تر کونجو مې ور وکتل، په شنه څادرۍ کې یوه مېرمن مې تر څنګ ولاړه وه، په ژړا او چیغو شوه، د خدای لپاره دا تاسې ظالمان څه کوی، دا چېرته رانه بیایی، زه څه وکړم، له چا سره تر کوره لاړه شم، ولې داسې کوی، دا په کوم دین او مذهب کې روا دي، اخر خو د جهاد له نامه څخه لږ شرم وکړﺉ.
وسله والو یو بل ته وکتل، څادرۍ والا مېرمنې ته یې مخ ور واړاوه، دا دې څه کېږي؟
مېرمنې په سلګو ورته وویل: خاوند مې دی.
لاسونه یې را باندې خلاص کړل، له یوې کلکې لغتې وهلو سره یې راته وویل: ځه چې بیا دې مخ ونه وینم.
په موټر کې سپور شوم، د شنې څادرۍ څېښتنه د شا سېټ ته لاړه، د خپل خاوند تر څنګ کېناسته او موټر د ښار په لور حرکت وکړ.
پای
۰۵ـ۰۷ـ۱۳۹۲

لیکوال: مجیب الرحمن محمودي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x