افغانستان

کندهار : غلچکي بريد کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۳مه ۱۳۹۵ل):د کندهار ولايت ځيني امنيتي سرچيني خبر ورکوي چې د ښار په دوه همه امنيتي حوزه کې نا پېژانده وسله والو پر پوليسو غلچکي بريد کړی .

بريد نن غرمه يوه بجه هغه مهال رامنځته شو چې موټرسايکل سپرو د پوليسو په تلاشي کوونکي ټولۍ ډزي وکړې .

عيني شاهدان وايي دريو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او بريد کوونکي له سيمي روغ وتلي .

د کندهار والي وياند صميم خپلواک پېښه تائيدوي خو د مرګ ژوبلي په اړه يې له معلوماتو ډډه کړې .

پر امنيتي پوليسو په کندهار ښار کې دا دريم غلچکي بريد دی چې په روانه اونۍ کې تر سره کيږي .

تر نني بريد وړاندي د لومړۍ حوزې د توپخانې په سيمه کې پر پوليسو بريد دوه تنه ووژل او يو بل يې زخمي کړ همدا راز د پنځمي حوزې اړوند سپين زر حمام ته څېرمه وړمه ورځ د پوليسو پر رېنجر موټر چاودنه وشوه چې يو صاحب منصب او بل سرتيری پکې ټپيان شول .

تر دې دمه د بريد مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x