خبرتیاوی او پیغامونه

لوګرولایت ته څلور پوهنیزې پروژې منظورې شوي

 


دلوګرد پوهنې ریاست د چارواکو د هلو ځلو په ترڅکې پوهنې وزارت  څلور نوې بنسټیزې پروژې منظورې کړې دي.

د لوګرد پوهنې ریاست ویاند محمد شاهپوعرب وویل، چې په دغو منظورو شویو پروژو کې د دغه ریاست د ودانۍ په ګډون د خواجه موسی،غازي امین الله او شولک ښوونځیوته د احاطې دیوالونو، بریښنا سیستم،کانکریټي کثافت دانیوجوړول، د څاه ګانو کیندل او زده کوونکو ته د میزونو او څوکیو برابرول شامل دي.

عرب زیاته کړه، چې د دغو منظور شویو پروژو لګښت نه دی معلوم خو اوس مهال د پوهنې  په وزارت کې د یاد شویو پروژو د بیډنک چارې روانې دي.

هغه وویل، چې پوهنې وزارت لوګر ته د دغو پروژو له منظورولو مخکې پنځه نورې پروژې هم منظورې کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x