افغانستان

ولسمشر غني د شانګهای غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته لاړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۳مه، ۱۳۹۵ل): ولسمشر غني د یو پلاوي په ملتیا نن غرمه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند په لوري وخوځيد.

د ارګ خبر پاڼه کاږي چې نوموړی به د شانګهای شپاړلسمې ناستې په څنډه کې د شانګهای غړو هېوادونو له مشرانو سره هم خبرې ولري.

په دې سفر کې له نوموړي سره د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د امنیت شورا مشاور حنیف اتمر، د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی او ځينې نور لوړپوړي چارواکي هم ملګري دي.

په ډې غونډه کې به د اقتصادي، فرهنګي او امنیتي همکاریو په اړه خبرې وشي، چې ښايي پاکستاني ګډونوال پکې د تورخم لانجه هم یاده کړې.

د حکمت کرزي په مشرۍ اسلام اباد ته تللي پلاوي پخپلو خبرو کې ويلي و، چې پاکستان له افغانستان سره د ستونزو د هواري په موخه باید یو ګډ میکانیزم ولري، چې پر همدې میکانیزم به سرتاج عزیز له صلاح الدین رباني سره د شانګهای د ناستې په څنډه کې خبرې وکړي.

د شانګهای تړون په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان، قزافستان، روسیې او چین له لوري رامنځته شو، چې افغانستان، ایران او منګولیا يې ناظران دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x