لپې لپې: انجينر عبدالکبير طلايي

انجينر عبدالکبير طلايي

دعاګانې غوښتل کيږي لپې لپې
د غم اوښکى دي بهيږي لپې لپې

د يو غم له پاسه بل غم راروان دى
په سر خاورې دي باديږي لپې لپې

هر چا خپله برخه يوړه زه يم پاتى
انعامونه تقسميږي لپې لپې

ډير لاسونه نيول کيږي پنځه وخته
ستا په در کې پورته کيږي لپې لپې

څومره خوند سړې اوبه کا په روژه کې
ماښامي کې څښل کيږي لپې لپې

شنه ګودر کې طلائي اوبه ليدلي
یو تر بله شیندل کيږي لپې لپې

عبدالکبير طلائي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د