fbpx

ډاکټر فاروق اعظم سره د سولي او وروستیو جریاناتو په اړه د نن ټکی اسیا مرکه

ډاکټر فاروق اعظم نوماند افغان سیاستوال او علمي شخصیت دی. په نويمو کلونو کې یې د «ښوونې او روزنې» او د «مهاجرینو چارو» د وزیر په توګه دندې ترسره کړي دي. د سولې په برخه کې د پخواني جهاد له وخته اوږده عملي تجربه لري. نوموړی وخت پر وخت د افغانستان دننه او بهر له ښکېلو اړخونو سره د سولې په تړاو ناستې او فعالیتونه لري او سولې د راتګ لپاره نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کوي. نن ټکی اسیا له نوموړي سره د هیواد په روان وضعیت، د سولې په امکاناتو او یو لړ نورو موضوعګانو مرکه کړې چې لوستلو ته یې تاسو رابولو.

نن ټکی اسیا: ښاغلی ډاکتر صاحب! که تر هر څه مخکې تاسو د خپلو اوسنيو سیاسي هلو ځلو په اړه راته ووایاست چې اوس مهال په کومو سیاسي فعالیتونو باندې بوخت یاست؟

ډاکټر اعظم: بسم الله الرحمن الرحيم نحمده ونصلي علی رسوله الکريم. زه د سوليیز بدلون ټولنې مشري کوم، په افغانستان کې موږ د سولې پر امکاناتو باندې کار کوو او فکر کوو چې افغانستان ته به بالاخره سوله راځي او دا مشکل په جنګ نه حليږي، نو په دې وجه سوله په کار ده او سوله بايد يو شرافت منده سوله وي چې هغه جامع وي او د افغانستان خپلواکي او د افغانستان ملي حاکميت او د افغانستان د خلکو آرزو ګانې پکې متمثل شي، ددې لپاره کار کوو.

نن ټکی اسیا: په عمومي ارزونه کې د افغانستان روان حالات تاسو څنګه ارزوئ؟ يا په بل عبارت افغانستان کومې خواته روان دی؟

ډاکټر اعظم: اوس خو حالت د جنګ دی په افغانستان کې جنګ روان دی، حکومت هم ډېر مصروف په جنګ کې دی، امريکايان هم افغانستان ته چې مرسته کوي ډېره مرسته يې جنګي ده، طالبان هم په جنګ مصروف دي. يعني ملک په جنګ کې دی او کوم داسې د آبادېدو مسئله پکې ډېره مطرح نه ده. همدا سبب دی چې موږ وايو چې سولې ته ضرورت دی.

نن ټکی اسیا: دا چې تاسو په افغانستان کې د سولې لپاره کار کوئ، تاسو به د جګړې او سولې اړوند ټول اړخونه چې امریکا، افغان حکومت او طالبان دي له نږدې لیدلي وي، ستاسو په باور د سولې خنډونه څه دي یا په بله معنی د سولې په لار کې څوک خنډ دي؟

ډاکټر اعظم: موږ له ټولو سره غير رسمي او په خصوصي انداز کې کتلي دي او ورسره په تماس کې يو، خو تر اوسه پورې مو هغه فشار او هغه ډله داسې نه ده چې په يو رسمي انداز کې موږ د دې ادعا وکړو چې موږ د سولې لپاره يو شی داسې جوړ کړی چې ټولو اطرافو ته منځته ورلوېدلي يو او ورته وايو چې جنګ بند کړئ او موږ منځګړيتوب کوو، موږ تر اوسه د منځګړيتوب لپاره کار روان کړی دی خو د منځګړيتوب هغه پروسه چې عملي کار یې شروع وشي په هغه موږ شروع نه ده کړې. هغه وخت چې شروع شي نو بيا سړي ته معلوميږي چې څوک د سولې خنډ دی او څوک نه دی. ځکه بيا خو به ټولو خواوو ته په داسې سم رسمي شکل سړی ورځي او هغه به سوالونه ځيني کوي او جوابونه… اوس خو موږ د زمېنه سازۍ کار کوو.

نن ټکی اسیا: د سولې په اړه د پګواش غونډي وشوې، څلور اړخيزي غونډي وشوې، خو بالاخره په ناکامۍ باندې تمامې شوې، ستاسو په نظر د دې ناستو د ناکامۍ لامل څه وه؟

ډاکټر اعظم: دا زموږ غونډې، د پګواش او نورې غونډې دا ټول د سولې لپاره د زمينه سازۍ غونډې دي يعني د سولې غونډې نه دي، بلکې د دې لپاره دي چې د سولې لپاره زمينه مساعده شي.

د څلور اړخيزو غونډو باره کې موږ خپل موقف ويلی وه، که تاسو د ثور په اتمه په ارګ کې زما بيانيه اورېدلې وي نو په هغه کې موږ دا خبره کړې وه چې دا ځای ته نه رسيږي، علت يې دا دی چې د جنګ يو طرف پکې نشته چې هغه طالبان دي، په هغه وخت کې چې څلور اړخیزې غونډي کېدې موږ ويلي وه چې يا دا بايد «څلور جمعه يو» شي، څلور دولتونه دي او طالبان چون دولت نه دی نو دوی ته به سخته وي چې د دولت په حیث یې ومني، لاکن کېدای شي چې د «څلور جمعه يو» نوم پرې کېښودل شي، او يا بل مېکانيزم پيدا شي چې هغه طالبان پکې په يو شکل د اشکالو داخل وي، دا يې موږ د حل لار ګڼو.

نن ټکی اسیا: د ثور په اتمه تاسو په ارګ کې تاریخي وينا وکړه چې په رسنیو کې ډېره وځلېدله او خلکو وستايله. خو برعکس ولسمشر پرې عصبي شو او په تونده لهجه يې وويل چې دوی به ترهګر په زور ماتوي، د ولسمشر د څرګندونو په اړه ستاسو تبصره څه ده؟

ډاکټر اعظم: زه فکر کوم چې يا زما د افهام قوه د ولسمشر د پوهولو لپاره هغسي نه وه، که څه هم هغه خلک چې په مجلس ناست وه د ولسمشر او د صدراعظم (د اجرائيه شورا رئيس) څخه پرته نورو ټولو چکچکي کولې، د ولس مشر اکا کولې، د اجرائيه رئيس اول معاون کولې… تاسو شاوخوا ګورئ ټولو چکچکي کولې يعني هغوی زما په خبره پوهېده. نو زه فکر کوم چې یا ما ولسمشر سم پوه نکړای شوای او يا دا دی چې هغه څه مجبوريتونه درلوده چې عکس العمل وښېي.

نن ټکی اسیا: د افغانستان او پاکستان ترمینځ له ډېره وخته سياسي کشمکش روان دی، افغان حکومت کله پاکستان ته ډیر ورنږدې شي او کله بیا ډیر ترې لرې شي، کله وايي چې موږ به پاکستان د زور او فشار په واسطه مجبوره کوو چې طالبان خبرو ته راولي، او کله بيا تر اندازې زیات نرمښت او تنازل ښيي، تاسو د افغان حکومت دغه سياست ته په کوم نظر ګورئ؟

ډاکټر اعظم: ما د ثور په اتمه په ارګ کې په خپلو خبرو کې دې ته يو نوعه اشاره کړې ده چې دا لار کار نه ورکوي چې د کابل حکومت یا د امریکا له لارې یا خپله پاکستان ته يا عذر کوي او يا فشار واردوي چې طالبان مجبوره کړي او د دوی سره یې کښېنوي. دا په حقيقت کې خپل يو نوعه سرنوشت پاکستان ته په لاس ورکول دي. دوهم دا چې که فرضاٌ د فشار په ذريعه طالب راهم شي او کښيني دا د منحيث کل د افغان په ګټه نه ده، طالب ته په ګټه نه ده، ځکه چې مجبوريت راځي پر ځان باندې به دا ټاپه به لګوي چې ګوره پاکستان چې څه غواړي هغه په ما باندې کولای شي. که منحيث کل یې راواخلې بيا د ټول افغان په ګټه په دي نه ده چې دا هر څه امتياز پاکستان ته ورکول شو، پاکستان ته بيا هم د کابل حکومت محتاج دی عذر ورته کوي او هم طالب ورته مجبوريت لري چې څه ورته ووايي هغه کوي. زه وايم چې دغه کار بايد افغانان ونکړي بلکې خپل قوم ته په عزت قائل شي، او پاکستان او امريکا تر شا روان کړي د دې په عوض چې هغوی زموږ سرنوشت راټاکي.

نن ټکی اسیا: په افغانستان کې د ډیورنډ کرښې موضوع ډیره مطرح او حساسه ده، د تورخم وروستۍ جګړې په اړه هم ویل کیږي چې علت یې دا وه چې پاکستان پر دې کرښې تاسیسات جوړول، له بلې خوا پاکستان پر هغو افغانانو د وېزو درلودل لازمي کړي چې غواړي تر کرښې هاخوا واوړي، له دې سره جوخت په پېښور کې د افغانانو په زورولو لاس پوری شوی، نیول کیږي او تر کرښې څخه بيرته راشړل کيږي… ددغي موضوع آخر پای به څه وي؟

ډاکټر اعظم: زه فکر نه کوم چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ مسئله په افغانستان کې ډېره مطرح ده، چې بيخي د ډيورنډ مسئله نه وي هم نو جنګ به ختم وي؟ ځکه دا جنګ او کشمکش چې روان دی دا خو د ډيورنډ پورې بيخي اړه نه لري، که دا ډيورنډ مسئله بيخي ختمه وي او هيڅ وي نه نو دا تکليف او بد بيني خو نه ده ختمه. يعني دا روان حالت په ډيورنډ پورې اړه نه لري. په دې ترتيب سره چې فضاء خړه شي، جنګي حالت وي بيا خو نو هره موضوع را پورته کيږي خلک يې تفسيرونه کوي. خبره دا ده چې يو وارې په افغانستان کې جنګ ختم شي، يو وارې دوړي کښېني بيا موږ يو د بل په طبيعتو پوهيږو چې څوک چيري پروت دی او څوک چيري دی.

نن ټکی اسیا: د تورخم د جګړې په اړه ستاسو نظر څه دی؟

ډاکټر اعظم: زه د تورخم د جګړې په طبيعت باندې ډیر نه پوهېږم چې پر څه شي باندې جګړه وه. خو چې هر وخت د پاکستان او افغانستان مناسبات ترينګلي شي نو افغانستان يو نوعه فشار واردوي او پاکستان بل نوعه فشار واردوي، د فشارو اندازې، مخونه او طرېقې فرق لري، ښايي دا هم هغه فشار دی چې پر افغانستان باندې وارديږي.

نن ټکی اسیا: دا چې په افغانستان کې طالبانو جګړې تېزي کړي او لکه تاسو چې وويل حکومت هم خپل پوره زور پر جګړو کړی، همداراز اوباما پرېکړه کړې چې د دوی عسکر به په محاربوي عملياتو کې ګډون کوي، د جګړو شدت او د امريکايانو جګړې ته بيرته راتګ څه ډول ارزوئ؟

ډاکټر اعظم: زه فکر نه کوم چې امريکا بېرته جګړې ته په هغه قوت را ګرځېدای شي یا راګرځي. دا ځکه چې په يو نيم لک عسکرو يې جګړه يو نه وړه نو په لسو زرو عسکرو چې بيخي په جنګ کې حاضر هم وي دا جګړه نه شي وړلای. ځکه موږ پر سوله باندې تاکيد کوو. لاکن کم تر کمه ملک په نا ارامۍ کې ساتلای شي. نو دا حالت قابل قبول نه دی او بايد ملک د دې حالت څخه ووزي او دې ملک ته سوله راشي.

نن ټکی اسیا: په داسې حال کې چې په امريکا کې انتخاباتي کمپاين روان دی اوباما په افغانستان کې د خپلو پوځيانو واکونه زياتوي حال دا چې نوموړي وعده کړې وه چې د افغانستان جګړه به ختموي، هغه کوم فشار دی چې اوس اوباما یې دې ته اړ کړ چې د خپلو عسکرو واک زيات کړي؟

ډاکټر اعظم: متأسفانه امريکا کې هر څلور کاله حکومتونه بدليږي، کم تر کمه اته کالو کې خو بيخي بدليږي، او اول کال چې پر قدرت راشي نو ضرورت لري چې پاليسي جوړه کړي، بيا چې آخر کال يې وي هغه يې د کمپاين کال وي. فکر کوم چې اوباما د کمپاين په وخت کې ويلي وه چې که زه کامياب شوم ګوانتنامو زندان بندوم او په افغانستان کې جنګ بندوم خو هغه يې ونکړای شوای. اوس بيا د انتخاباتو وختونه دي او چون اوس د جمهوري خواهانو سره په رقابت کې دی نو هغوی وايي موږ په افغانستان کې جنګ غواړو، نو دوی به خامخا د هغه انتخاباتي کمپاين لپاره د افغانستان د جنګ په اړه څه امرونه يا څه اقدامات کوي، دا اوس د انتخاباتو کال دی، زه خو يې دغسي بولم.

نن ټکی اسیا: ویل کیږي چې افغان حکومت د هند او پاکستان په اړه متعادله تګلاره نه لري، کله يوه ته ډېر نژدې شي او کله بل ته، د دې غير مستقر سياست يا بهرنۍ پاليسي تأثيرات به څه وي؟

ډاکټر اعظم: دا خو د جنګ حالت دی په جنګ کې خو نو منظم او طويل الموده پلان نه شي جوړېدای او نه بنيادي طويل الموده تعميري کار کېدای شي. نو سيميزه طويل الموده مستقره پاليسي خو يو مستقر او ارام ملک غواړي. په دې وجه د افغانستان حکومت چې فکر وکړي چې پاکستان به سولې ته يا همکارۍ ته را جلب کړم نو پاکستان ته ځان ورنږدې کړي چې هغه خوشحاله کړي، بيا چې هغه ونه شي فکر کوي چې پر پاکستان باندې فشار وارد شي، پر پاکستان فشار دا دی چې امريکا ته به عذر کوي يا هندوستان ته، په دې ترتيب سره چون جنګي حالت دی د افغانستان پاليساني هم نقصان پيدا کوي، او د خپل ګټو په تناظر کې پاليسۍ جوړوي.

نن ټکی اسیا: د امريکا او هند نژدې والی او په امریکا کې د هند صدراعظم دا خبره چې ترهګري د دوی په ګاونډ(پاکستان) کې ده او په افغانستان کې د هند او امريکا مشترکي ګټي دي، ستاسو په نظر دغه ډول څرګندوني د کومو موخو لپاره کيږي؟

ډاکټر اعظم: په سيمه کې امريکا او هند دواړه ډیرې مشترکي ګټي لري او د دوی ګټي دوی سره نږدې کوي. لاکن پاکستان امريکا ته مهم هم دی دا ځکه چې پاکستان له خپل پيدايښت څخه تر اوسه د امريکي او د غرب دوست پاتې شوی دی او هندوستان په هغه تناسب نه دی دا ځکه چې هندوستان ټول عمر له روسيې سره نږدې پاتې شوی دی. لاکن ځيني نور عوامل دي چې امريکا او هند سره نږدې کوي. په دې ترتيب سره په افغانستان کې هندوستان او امريکا څه مشترکي ګتي هم لري لاکن څه اختلافات هم لري کله چې دوی يو له بل سره کښېني نو ډيپلوماسي دا ایجابوي چې پر مشترکو ټکو باندې ترکيز وشي او په واشنګټن کې د مودي د اوباما سره خبرو کې پر هغه مشترکو ټکو باندې اصرار شوی دی.

نن ټکی اسیا: د مشرانو جرګې د شکاياتو کميسون مشر ډاکټر زلمی زابلي په يوه تلویزوني بحث کې څرګنده کړې چې د ملي امنيت شوری مشر ځيني سناتورانو ته ويلي چې امريکا په افغانستان کې سوله نه غواړي. د حکومت له لوري د دغسې څرګندونو موخه څه کیدای شي؟

ډاکټر اعظم: د زلمي زابلي څرګندونې ما خپله نه دي اوریدلي هغه به یې خپله تفسیر کوي، خو دا چې د ملي امنیت مشر وايي چې امريکا په افغانستان کې سوله او امن نه غواړي او جنګ غواړي هغه به خپل تشریحات ورکوي. خو زما خپله برداشت دا دی چې تر اوسه پورې په افغانستان کې پر جنګ باندې اصرار او امريکا چې اوس هغه پوځونو ته وايي چې ته به جنګ کې نوره برخه اخلې، هغه حد اقل دا دی چې تر اوسه لا هم امريکا او د هغه په ملګرو کې هغه پخه اراده چې سوله دي ژر راشي ډېره نه معلوميږي، دا په کار ده چې په ملت کې يو فشار جوړ شي او د سولې لپاره يو آواز جګ کړي.

نن ټکی اسیا: دا چې امريکا سوله نه غواړي، حکومت سوله نه غواړي او طالبان سوله نه غواړي يا حد اقل د سولې په مخ کې خنډونه موجود دي، نو ولس او ستاسو په څیر د سولې غوښتونکو افغان شخصیتونو ته کومه لاره پاتې ده چې د افغانستان جګړه ختمه شي؟

ډاکټر اعظم: ظاهراً په زړونو خو الله جل جلاله خبر دی، په عميقو سياسي موخو باندې موږ نه پوهيږو، ظاهراً خو امريکا هم نه وايي چې زه پر جنګ اصرار کوم او سوله نه غواړم او نه افغان حکومت وايي او نه هم طالبان وايي. موږ په دې فکر کې يو چې ښه چې سولې هر څوک وايي موږ يې غواړو مګر عملاً خو نو جنګ روان دی څرنګه موږ کولای شو چې د دوی عملي جنګ خبرو او تحقق ته را مات کړو؟ په دې خاطر موږ دا هلي ځلي رواني کړي دي چې موږ د دوی په خبرو باندې دا يو شی بناء کړو چې دوی وايي موږ سوله غواړو او جنګ يو مجبوريت دی، نو موږ وايو چې دا مجبوريت خلاص شي او موږ داسې يو مېکانيزم جوړ کړو ورته، يو لار ورته جوړه کړو چې دوی د دا مجبوريته خلاص شي او سوله په واقعي مانا تأمين شي.

نن ټکی اسیا: ستاسو خپلو هلو ځلو ته اميد شته چې نتيجه به ورکړي؟

ډاکټر اعظم: هو حتماً شته که اميد نه وای نو بيا به موږ دا کار پرې ايښی وای. موږ مسلمانان يو او موږ اميد لرو او په دې مو باور دی چې الله پاک جل جلاله په هر شي قادر دی او سوله خير ده او الله جل جلاله د سولې طرفدار دی هغه قوتونه به بالاخره کاميابه کوي چې سوله غواړي، ولو که خنډونه يې په مخ کې وي.

نن ټکی اسیا: په دې وروستیو کې په ځينو سيمو کې لومړی حکومت او بيا طالبانو د لویو لارو مسافرین له موټرو څخه ښکته کړل تاسو د دې ډول کارونو مثبت او منفي تأثرات څه ډول ارزوئ؟

ډاکټر اعظم: د عامو خلکو را کښته کول پر مقابل طرف باندې د فشار يو وسيله ده مګر ډېره ښه وسيله نه ده، ډېره خوش آينده وسيله نه ده، ځکه چې دا يو نوعه قطاع الطريقي ده چې عام ولس پر لارې باندې را کښته شي يا مړه شي او يا هم و ځورول شي. دا په خلکو کې تشنج پيدا کوي. خير په يو حد کې خو پر حکومت باندې د اعتماد د بايللو سبب کيږي، د حکومت مشروعيت ته صدمه رسيږي، مګر د بلي خوا څخه طالبانو ته هم په عام ولس کې د يو نوعه تنفر مخ وراوړي. په دې ترتيب سره ماته دا لار موزونه او کاميابه نه ښکاري.

نن ټکی اسیا: د پګواش په غونډه کې تاسو د طالبانو طرحه اورېدلې وه، د حکومت طرحه به مو هم اورېدلې وي، طالبان د سولې لپاره د امریکایانو وتل شرط ګڼي، حکومت به هم د سولې لپاره خپلې اساسي غوښتنې لري، ایا ممکنه ده چې دا خنډونه له منځه ولاړ شي؟

ډاکټر اعظم: زما په سوله کې ډېره لويه تجربه ده. دا د هر طرف طبيعي موقف وي چې تر کله د سولې لپاره سم مېکانيزم جوړ شوی نه وي نو هر څوک په خپل افراطي حد کې دريږي چې بيا مقابل طرف ونه وايي چې دا ضعيف دی. خلک هر طرف په دې خاطر داسې خبري کوي چې وښيي زه په يو قوي موقف کې يم. دا يو طبيعي حالت دی دا نبايد څوک مايوسه کړي چې سوله نشي راتلای هر څوک هغه وايي چې ته وسله کښېنږدې او طالب وسله کښېنږدي او قانون اساسي ونه مني او ما ته رانشي نو زه تر هغو پورې خبري نه کوم او سوله نه سي راتلای… او طالب وايي چې تر څو امريکايي يو فرد پاتې وي په افغانستان کې زه جنګ کوم او بيا چې امريکايي ووتی بيا زه سوله او مذاکرات کوم. دا موقفونه عادي دي يعني دا څه خاصي خبري نه دي او په جنګ کې هم داسې وي. خبره دا ده چې څنګ موږ د سولې يو مېکانيزم را جوړ کړو را مخته يې کړو، په ولس کې يو منځګړی قشر راپورته شي چې د منځګړي توب کار وکړي چې په کوم کار دا اوس موږ لګيا يو، هغه رامخته شي، بيا چې مجلسونه جوړ شي او دا پروسه روانه شي بيا دا کرار کرار هغه مشترک حالت ته راځي چې ټولو طرفونو ته قابل قبول وي.

نن ټکی اسیا: تاسو وویل چې د پګواش غونډې د سولې لپاره زمينه سازي کوي، تاسو د پګواش په دوه غونډو کې ګډون هم کړی، ستاسو د معلوماتو له مخې ایا په راتلونکي کې به داسې يوه بله غونډه دائره شي؟ آيا د پګواش ناستې به تسلسل پيدا کړي؟

ډاکټر اعظم: پګواش غونډه خو به تسلسل پيدا کوي ځکه دا خو يوه خارجي اداره ده، امکانات هم لري او تر شا حمايت هم لري او بيا خو افغانان بېچاره ګان دي خپل ډېر مخور او درانه خلک چې دوی ته ووايي چې راشئ کښېنو، دوی نه کښېني ډېر په مشکله کښېني، خو چې کله خارجي ورته ووايي چې راشئ کښېنی نو بيا دوی سره کښېني. يعني د پګواش کاميابي هم په دې کې ده چې هغه يوه خارجي اداره ده هغه کار کوي او بيا به يې سره کښېنوي.

لاکن زما خو په نظر ښه لار دا ده چې افغانان خپله په خپل منځ کې داسې يو تحریک او حالت راولي چې په خپل منځګړيتوب منځګړي را پيدا شي او خپله دا کار په لاس کې واخلي او نړیوال یې شا ته ودريږي او هغه هيوادونه چې سوله دوسته وي هغه يې بايد شاته ودريږي.

نن ټکی اسیا: څه فکر کوئ چې ایا د سولې شوری د طالبانو او افغان حکومت ترمینځ د منځګړي حیثیت خپلولی شي؟

ډاکټر اعظم: دا موږ هيڅ وخت نه دي ويلي چې سولې شوری د طالبانو او افغان حکومت تر منځ منځګړې ده، د هغوی مشکل هم دا دی يو وخت یې د ادغام مجدد کار کاوه، هم د دولت ادرس وه او هم يې د منځګړيتوب کار کاوه. دا چې ناکامه وه هم په دې خاطر ناکامه وه چې هغوی درې متضادي وظيفي مخ ته وړلې او موږ هر وخت ورته ويل چې دا تاسي ناکامه کوي او دا ستاسي هغه اصلي وظيفه درخرابوي. موږ د ابتداء څخه همیش د سولې شوری د حکومت يو ادرس بللی دی، موږ همېش ويلي دي چې دا ادرس د حکومت دی او که حکومت يې غواړي ويې ساتي ودي يې ساتي په ساتلو کې يې هيڅ مشکل نشته ولي منځګړيتوب نشي کولای، منځګړيتوب داسې خلک کولای شي لکه موږ.

نن ټکی اسیا: تاسو منځګړي لکه څوک؟

ډاکټر اعظم: سوليز بدلونونه موږ ټولنه يو، نور په دې ملت کې هم مخور خلک شته، هم درانه خلک شته، هم علماء شته او په وطن مين خلک شته. موږ يو کار روان کړی دی چې څنګه موږ دا ټول سره را ټول کړو او يو حرکت ځيني جوړ کړو چې هغه بيا د منځګړي کار وکړي. نو که خارجي مؤسسات غواړي چې د سولې سره وي د همدې حرکت همکاره دې شي. د کابل حکومت او طالبانو يا مسلحو مخالفينو څخه من حيث کل او امريکا څخه زموږ توقع داده چې د دغې ټولني تر شا ودريږي.

نن ټکی اسیا: ولې تر اوسه دغه اشخاص نه دي راټول شوي او په يو ځای کېدو کې یې ځنډ ولې راغلی دی؟

ډاکټر اعظم: لکه جنګ چې ډېر عميق او ژور دی داسې سوله خو تر جنګ ډېره سخته ده، سوله تر جنګ زور هم غواړي، سوله تر جنګ ستړی کار دی او په سوله کې ډېر خنډونه دي، د جنګ په هر طرف کې خلک دي چې په جنګ کې يې ګټي دي او سولې ته زړه نه ښه کوي، د دې لپاره زمينه سازي کار غواړي او کار وخت غواړي.

نن ټکی اسیا: د سولې لپاره د پګواش، څلوراړخیزو او نورو غونډو څخه وروسته خو پکار دا وه چې حکومت کرار کرا د سولې طرف ته روان وای، خو برعکس مونږ وینو چې د تشدد خوا ته زور کوي، د سولې اړوند سخت دریځونه نیسي، آن تر دې چې د سولې پلوي لیکوالان د ملي امنیت له لوري تهدیدیږي، په مختلفو تورونو نیول کیږي او د تلویزون مسئولین یې د نظر په اخیستلو ګواښل کیږي او په ټوله کې د هغو سیاسي شننونکو په وړاندې رسنیز بندیز لګیدلی چې سولې ته لیوالتیا لري او د حکومت د سولې ضد موقفونه غندي. داسې حالاتو ته تاسو په څه نظر ګورئ او څه فکر کوئ چې ولې د سولې په خوله د لاس ایښودلو کوښښ کیږي؟

ډاکټر اعظم: هو، جنګي حالات همداسي دي، افغانستان په جنګ کې دی، موجوده حکومت له يوې خوا وايي او بايد ووايي چې دلته ارامي ده، ديموکراسي ده، دلته حکومت دی، دا يي يو اړخ دی د حکومت، خو عملاً جنګ روان دی. نو کله چې ته ورته د یو حکومت په طریقه ګورې چې باید د سولې په وخت کې د یو منظم حکومت په ډول کار روان کړي، نو دې صورت کې بايد د بيان آزادي پرېږدي. لاکن که بل جنګي اړخ ته یې بيا وګورې بايد د بيان آزادي قبضه کړي، دا ځکه چې د بيان آزادي خو په منظمو حکومتو کې هم چې مارشل لاء اعلان شي، جنګي حکومت اعلان شي د بيان آزادي ختميږي.

په دې ترتيب سره اوس حکومت په يو مستقر حالت کې نه دی، يو وخت د بيان آزادي ته موقع ورکوي او يو وخت يې نه ورکوي. تر څو چې دا جنګي حالات وي همداسې به وي او متأسفانه دا يو متأسف کار دی.

نن ټکی اسیا: خو دوی مارشل لاء یا بېړنی حالت نه دی اعلان کړی او د بیان په ازادۍ یې قبضه لګولې؟

ډاکټر اعظم: دا خو بيخي تر بېړني حالت هم ها خواته کار دی دا ځکه چې درې نيم لکه پوځ يې عملاً په جګړه کې روان دی او شپه او ورځ جګړه کوي او دوی وايي چې موږ په يوه مياشت کې څو زره عمليات کړي دي، په يوه مياشت کې مو څومره کسان وژلي دي، همزمان په يوه ورځ کې شپاړلس- اوولس ځايه جنګيږو، دومره ځمکه مو د مخالف په کنټرول کې ده او دومره زموږ، له فلاني ځای څخه مو پسي واخيسته…. يعني که اعلان يې نه دی کړی نو عملي خو په جنګ کې روان دی. امريکايان هم چې افغانستان ته د کال پنځه زره او سل ميليون ډالره ورکوي د جنګ لپاره یې ورکوي، ملکي بودیجه خو اووه سوه او څو ميليونه ډالره ده. يعني په حقيقت کې امريکايان هم چې بودیجه ورکوي جنګ ته يې ورکوي او د افغانستان د دولت بوديجه هم جنګ ته ده. جنګ مسلط دی نو چې جنګ مسلط وي په هغه ځای کې بيا د بيان آزادي يا بشري حقوق ډېر نه مراعت کيږي.

نن ټکی اسیا: دا چې امريکا افغانستان ته په میلیونونو ډالره بوديجه د جنګ لپاره ورکوي او طبیعي ده چې د سولې په حال کې به دغه امکانات له لاسه وځي، ایا افغان سياستوال يا واکمن به وغواړي چې سولې ته غاړه کښیږدي او دغه بوديجه له لاسه ورکړي؟

ډاکټر اعظم: ما مخکي وويل چې هر ځای د جنګ په اطرافو کې داسې خلک دي چې په جنګ کې يې ګټي دي او غواړي چې دا جنګ ادامه پيدا کړي ترڅو د دوی ګټي پکې تأمين شي. لاکن دا خبري دا مانا نه لري چې د جنګ په دواړو اطرافو کې داسې خلک نه شته چې هغه سوله غواړي، په حکومت کې داسي خلک هم شته چې سوله غواړي او داسې خلک هم شته چې جنګ غواړي، دا رقم په طالبانو کې هم داسې خلک شته چې پر جنګ اصرار کوي لاکن د سولې خلک هم پکې ډېر دي. په دې ترتيب دا په کار ده چې موږ په دواړو خواو کې هغو خلکو ته قوت ورکړو، راحمايت یې کړو او رسېدګي ورته وکړو چې هغه سوله غواړي چې بالاخره پر جنګ مارانو، ټوپک مارانو او جنګي خواو باندې غالب شي.

نن ټکی اسیا: آيا ويلای شئ چې اوس مهال سوله غوښتونکي په قوي حالت کې دي او که جګړه ماران؟

ډاکټر اعظم: زما خپله فکر دا دی چې توپک والا چې توپک يې په غاړه دی په دواړو خواو کې قوي دي او طبعاً ټوپک والا قوي وي. لاکن عام ولس چې ما کتلی دی هغوی سوله غواړي. او که زموږ دا عقيده وي چې افغانستان د عام ولس دی او د ملت دی نو ملت خو بيا سوله غواړي او ملت بالاخره غالب کيږي او سوله به راځي. بالاخره به سوله راځي ځکه ملت سوله غواړي او جنګي ډلي به کونج ته کيږي.

نن ټکی اسیا: تاسو د سولې په لار کې خپل ږغ تر ملت پورې په څه ډول رسوئ او څه ډول به دا ملت را پورته کوی؟

ډاکټر اعظم: ملت ته پوهاوی ورکوو، موږ په ولسونو ګرځو، زه پر ولاياتو ګرځم، په دنيا ګرځم، خارجيان وينم، داخليان وينم او د جنګ هر اړخ ګورم… همدا پوهاوی ورکوم او دا يو سخته خبره ده او لويه مبارزه ده، لوی کار دی او بالاخره موږ په دې يقين يو چې موږ به يې وړو، يعني د سولې خلک به يې وړي، ولې؟ دا ملت يې تر شا دی ولو که هغه توپک ظاهراً په غاړه نه لري، د ملت او خلکو زور خو د خدای زور دی.

نن ټکی اسیا: تاسو خو تر عام ولس پورې نه رسيږئ بلکې له مسؤلينو سره وينئ او د هغوی سره ناسته ولاړه کوئ او د مسؤلينو خو معلومداره ګټي په جګړه کې دي، تاسو به ملت ته څه ډول خپل د سولې آواز رسوئ؟

ډاکټر اعظم: تاسو ته به معلومات وي چې زه ولاياتو ته ځم، زه يو له هغو خلکو يم چې آزاد ولاياتو ته تلای شم، ځم او ډېر خلک مي استقبال کوي او په ولاياتو کې چې هر ځای تللی يم که حکومتي دي او که غير حکومتي دي او که عام ولس دی حتی که مسلح مخالفين دي هغوی په مختلفو اشکالو ماته ځانونه رسوي او زه هغوی ته د سولې پېغام خپروم. زه چې هر ولايت ته ځم د خلکو مختلف قشرونه ګورم او په سوو سوو او په زرو زرو خلک ګورم او دا پېغام خپروم. زه په دا ولس کې دا توان وينم او زه ډېر خوشبينه يم چې دا جنګ خلک نه غواړي حتی هغه خلک چې توپک يې په اوږه دی هغه وایي زه د مجبوريته جنګ کوم يا د يوې ګولې ډوډۍ لپاره جنګ کوم او يا دلته حالات داسې راغلي دي که هغه حالات تغير شي زه دا وسله سبا پر مځکه ږدم. يعني په دواړو طرفو کې ډېر کسان دي چې هغوی وايي چې حالات داسې دي که حالات يو مثبتي خوا ته تغير شي موږ دا ټوپک ږدو، موږ جنګ نه غواړو، جنګ پر موږ يو نوعه تحميل شوی دی که دغه تحميل حالت ايسته شي موږ سوله غواړو موږ جنګ نه غواړو. په دې ترتيب سره زه وايم چې د جنګ خلک ډېر کم دي، که څوک وايي چې زورور دي بالاخره به دا زور اوبه کيږي.

نن ټکی اسیا: ډېره مننه چې د مرکې لپاره مو وخت راکړ.

ډاکټر اعظم: ډیر تشکر.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

زه فاروق اعظم صاحب له نزدی پیژنم ، غوری می ورسره کړی ، که د سولی رښتینی غوښتونکی نه یا کم وی ، فاروق اعظم صاحب هلی ځلی څه نا څه ستایو ، د سولی نوم خو یی ژوندی ساتلی . کیدی شی د ده په څنګ کی داسی څوک وده وکړی چه هغه رشتونی وی ، یعنی د سولی د سبیڅلی نوم لاندی قدرت ته ځآن رسونکی نه وی. څومره چه مونږ د ده د ارګ تاریخی وینا ولوستله او یا مو ورله دا مرکه واریدله او بیا مو له نزدی د هغه سره تبادل نظریات لرل ، زما… نور لوستل »