fbpx

غزل: عبدالرحيم بلال

عبدالرحيم بلال

چي دښکلي مخ رڼادي راښکاره شي
دبېلتون دردبه مي پورته له سینه شي
 
زه له دې دنیانه ځکه شوق دتلوکړم
چي دیارتصویرمي وړاندي تراینه شي
 
ای څښتنه ته مي مینه کړه صادقه
نه چي هله رانه ورکه بیاڅېره شي
 
زه دیاردسوال جواب پوښتنه نه کړم
هرڅه به داخلاص په عمل پوره شي
 
مینه مینه شي ریښتنې هله ګوره
چي دي ژوندداورلمنه کي دېره شي
 
ای مالکه ای خالقه ته مي ساته
چي شیطان نه مي دژوندلاره چپه شي
 
دبلال قلم به هله غزل پرېږدي
چي صفت دجانان پوره پرکتابچه شي
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د