fbpx

د روژې څلیرویشتمه تحفه

Dr-nisar ahmad samad

لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد واصفی

نننی زرین اصل :

د انسان ماضی که له هر څومره ګناهونو څخه ډکه هم وی ، آینده خو یې همدا اوس باالکل پاکه ده . نو الله توبه ډیره خوښوي ! دا هم څلیرویشتمه تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) :

دا مرګ دی !

له فلاني خبر سوې ؟

یا ، څه خبره ده ؟

هغه خو مړ سو .

آه ! انا لله و انا الیه راجعون . هغه خو ځوان وو… یوه اوونۍ مخکی می لا ولیدی ، روغ جوړ وو!

د دې خبری په اوریدو می پښې له حرکته ولویدې ، په ژور فکر کی لاهو سوم . ځان می د هغه په عوض کی ولیدی . خپل مرگ می په ذهن کی مجسم کړ . دا دردوونکي صحنې می یوه یوه سترګو ته درېدلې . هغه شیبه چی په قبر کی می کښېږدی ‎. تیاره ، بېره او یوازېتوب ! د نکیر او منکر پوښتنی . هغه ګور چی یا به د جهنم کنده وي او یا د جنت باغچه . په خواریو جوړ کړی کور چې راڅخه پاتیږي ، کورنۍ چی ژر به می هېر کړي او له ما پرته به ژوند پر مخ وړي . نه پوهیږم چی اولادونه به می مال څنګه مصرفوي . چوکۍ می هم نورو ته پاته کیږي . ماشومان می چی نور به یې نه خنداوي اورم او نه به یې لوبی وینم .

هغه فرصتونه چې په بیباکۍ می له لاسه ورکړل ، هغه وختونه چی باید لمونځ می پکښی کړی وای ، روژه می نیولې وای ، د بې وزلو سره می مرسته کړې وای . نیک عملونه ، چی په وس می وو خو سر ته می ونه رسول . هغه مال چی په خواریو می ټول کړی وو او اوس نورو ته بې زحمته په لاس ورځي . د عمر بایللو کلونو ته می سوچ وکړ ، ځواني می را په یاد سوه چی ما یې د زوال خوب هم نه سوای لیدلای .

هو ، دا مرګ دی . د خوندونو له منځه وړونکی ، د ماشومانو یتیموونکی ، د بېلتون او تنهایۍ نېټه او بالاخره د چیغو او سکوت ورځ !

انسان له مرګه تښتي ، چی ناروغ سي د مړینی له بیري ژر ځان ډاکټر ته رسوي . خو مرګ له بلې لارې راځي . څومره چی ځان هوښیار ونیسې ، مرګ درنه ځیرک دی . هو ، مرګ د ننوتلو په نیت د کور دروازه نه ټکوي او هیڅ دېوال یې مخ نسي راګرځولای . نه پر وړو رحم کوي ، نه پر زړو . مال او دولت یې مخه نه سي نیولای . نه رشوت اخلي او نه واسطه پيژني .

دا نابللی مېلمه د سهار او ماښام خیال هم نه ساتي . موسکا پر شونډو وچوي او خنداوي په ستوني کی ختموي . څوکۍ او مقام له یوه اخلي ، بل ته یې سپاري ، انسان له خپله ماله پردی کوي او د بدن خوځښت پای ته رسوي . د ظالمانو څټونه او ملاوي ماتوي ، ملګري سره بیلوي ، پلانونه ګډوډوي ، د ژوند کاروان دروي او سفر ختموي !

هو ، دا مرګ دی چی ټوله ترې تښتو خو آخیر مو راګیروي او د پښېمانۍ په غېږ مو ورولی . هر ژوندی مخلوق ( لکه انسان ، حیوان ، نبات ) که یې خوښه وی یا نه ، که یې وغواړی یا نه ، که یې ومنی یا نه ، حتمأ مړ کیږی یعنی د مرګ خوند څکی ( الانبیأ : ۳۵ ) . پس نن د عمل ورځ ده بېله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله ! نو اوس هم ناوخته نه دی بلکی یوه قلبي اراده او فیصله غواړي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د