د روژې پنځه ویشتمه تحفه

لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد واصفی

نننی زرین اصل :

هغه کس تر ټولو تاواني دی چی الله یې پرې ایښی وي او په ځان بوخت وي ، او هغه بیا له ده نه تاواني دی چی ځان یې هم پرې ایښی وي خو په خلکو بوخت وي .

نو یا الله ! موږ څومره ظالمان یو : ته مو پرې یښی یې خو تا لټوو ! دا هم پنځه ویشتمه تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) :

بې انصافي

راسیً چی په خپل ګرېوان کی وګورو او بیا قضاوت وکړو :

که موږ په هره موسکا یا خندا کی د الله تعالی شکر نسو ادا کولای ، نو بیا دا حق هم نلرو چی د مصیبت پر مهال د خپلو اوښکو مسؤل او قصور وار الله تعالی وبولو ! نو آیا دا بې انصافي نه ده ؟

که موږ یوازی الله تعالی ته وایو چی دغه یا هغه مشکل لرو ، آیا کله مو هم خپل مشکل ته ویلی دي چی الله لرو ؟ نو آیا دا بې انصافي نه ده ؟

که موږ قرآنکریم هیڅ نه تلاوت کوو او پورته مو په دوړو کی میاشتی میاشتی ، آن کلونه همداسی ایښی وی ، نو بیا آیا حق لرو چی د غم او مصیبت راپیښېدو پر مهال یې راواخلو او الله ته یې شفیع کړو ؟ آیا دا بې انصافي نه ده ؟

که موږ د صدقې ورکولو له پاره په جیب کی په خورا لږ مبلغ ( سِکه ) پسی ګرځو . خو همدا مهال د الله څخه د جنت لوړترین مقام غواړو . یعنی څومره ناڅیزه عطا کوو او څومره ستر عوض طلبوو ! آیا دا بې انصافي نه ده ؟

نو راځی چی اول خپل وجدان قاضی کړو ، بیا پر مخ ولاړ سو . دې ته د بې انصافۍ د تباهۍ ذریعه وایی .